چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهکابل ته د عبدالسلام رحيمي ستنیدل، غبرګونونه څه دي؟

کابل ته د عبدالسلام رحيمي ستنیدل، غبرګونونه څه دي؟

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې پینځه ویشتمه)‏ ‏‏‏کابل ته د جمهوري نظام د یوه لوړپوړي چارواکي عبدالسلام رحيمي بیرته ستنیدل او طالب چارواکو سره لیدنې له مختلفو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

ښاغلی رحیمي، چې د ولسمشر غني له نيږدې کسانو څخه و، د هغه د دفتر لوی رییس، د سولې وزیر او د سولې په برخه کې د نوموړي ځانګړې استازې پاتې شوی و.

عبدالسلام رحيمي اوړمه ورځ په بهرنيو او پرون په کورنيو چارو وزارت کې له یو شمېر مطرحو طالب چارواکو سره ولیدل.

طالبانو د نوموړي د ستنیدو هرکلی کړی او ترې غوښتي، چې نورو بهر مېشتو افغانانو ته هم د طالبانو د سولې او خواخوږۍ پیغام ورسوي.

د عبدالسلام رحيمي را ستنيدو ته يو شمېر افغانانو او سياسي څېرو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبیل ویلي، چې رحيمي د پاکستاني استخباراتو په اشاره کابل ته راغلی او خپله پټه څېره ېې په ډاګه کړی.

هغه ويلي، په خير پاکستان به ژر د خپلو نورو نقاب پوښو طالبانو له څېرو هم نقایونه ایسته او دوی طالبانو سره ملګري کړي.

د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح د رحیمي را ستنیدو ته د « خړو خلکو تور رنګه کیدل» ویلي او ټینګار یې کړی چې د څېرو داسې رنګ بدلول او طالبانو سره ملګري کیدل به پر وضعیت هیڅ کوم اغېز ونه لري.

يو شمېر خلکو بیا ویلي، چې عبدالسلام رحيمي له پخوا څخه اینجو ګانې لرلې او د خپل کاروبار د دوام لپاره بیرته راغلی.

ځينو خلکو بیا د نوموړي د ستنیدو او ورڅخه د طالبانو د هرکلي ملاتړ کړی او هیله یې ښودلې، چې نورو بهر ته تللو افغان سیاستوالو ته هم د ستنیدو او په ګډ نظام کې د ژوند او فعاليت زمينه برابره شي.

له دې سره د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني احمدزي ويلي، چې د عبدالسلام رحيمي کابل ته ستنیدل له ولسمشر غني سره کوم تړاو نه لري.

2 COMMENTS

  1. نبیل جانه تا په خپیل وخت کی د افغانستان خلکو ته سه کمک وکه د الله د افغانستان د خلکو او مظلوم ملت لعنت دی په تا په صالح معنوی او امثالهم وی غدارانو ملک مو تباه بی غیرتو وتشتیدلی په ستا دالله ج لعنت وی رشتیا ووایی چه خپلو اولادونو سره په غم اخته یاستی که نه ستاسی اولادو نه زمونگ په وینو لوی شوی الله ج ستاسی په جزا ورسوی

  2. سلام رحیمی داسې سړی نه و چی کوم ملی پلان، ملی احساس، استقلالیت او دهیواد دترقی فکر ولری ، دا په انجیو ګانو کی دچوکی او امتیاز معتاد و امریکی او منطقوی استخباراتو سره یی اړیکی وی، د مذاکراتو وخت کی د امریکی له پلان ښه خبر و. دی پوهید چی امریکا طالبان راولی، نو ده ته ضرور نه و چی وتلی وای، وتل هغو کسانو ته منطقی کار و چی مستقل، ملی، مترقی او دراتلونکو عالی پرمختیایی پلانونو او فکر لرونکی وو اوس چی یو ځل ووت بیرته راتګ یی ورته شرم دی خو که هیڅ نه وای وتلی نو عزت به یې ډیر زیات وای ای کاش چی هماغه وخت قرار په کور ناست وای او قطعاً له افغانستانه نه وای تللی ده ته څوک څه نه وایی ځکه د منطقی استخباراتو سره یی شناخت شته خطر هغو کسانو ته متوجه دی چی استخباراتو کی رابطه نلری، نو وتل یی یو شرم و او راتلل یی بل تر ده هغه کسان ډیر په عزت دی چی هیڅ ندی وتلی له ننګرهار والی یا بشردوست یا یو شمیر نور صادق لوړ پوړی پخوانی چارواکی نو سلام رحیمی هم په تګ غلط کار وکړ او په راتګ یی خپل اعتبار زیانمن او د خلکو د شک سبب وګرځید

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب