چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهقريشي: د افغانستان د خطرناک وضعیت پر وړاندې ټول مسوول یوو

قريشي: د افغانستان د خطرناک وضعیت پر وړاندې ټول مسوول یوو

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې پینځه ویشتمه)‏ ‏‏‏د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د افغان بانکي زېرمو د وېش په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن پریکړې ته غبرګون ښودلی.

نوموړي دا هم ویلي، چې د افغانستان وضعیت خطرناک دی او امريکا یې باید کنګل شوې بانکي زېرمې ور وګرځوي او اجازه ورکړي چې د شته ستونزو په حل کې ترې ګټه واخيستل شي.

د قریشي په وينا، هېواد یې له له پیله د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خلاصون غوښتنه کړې او اوس هم ټینګار ورباندې لري.

پاکستاني وزير خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې وضعیت جدي کیږي او دا د ټولو مسووليت دی، چې په مقابله کې ېې ونډه واخلي او افغانانو سره مرسته وکړي.

نوموړي په داسې مهال د افغانستان د بشري ناورين په حل کې د بانکي زېرمو د استفادې خبره کړې، چې پرون د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کنګل شوې بانکي زېرمې د بشپړ خلاصون او افغانستان ته د لېږد د غوښتنې تر څنګ له طالبانو وغوښتل چې يادې پيسې محفوظې وساتي او په هيڅ برخه کې يې ونه لګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب