چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهسيګار: نړۍ د ټول ګډونه حکومت په اړه له ط نهیلې شوې...

سيګار: نړۍ د ټول ګډونه حکومت په اړه له ط نهیلې شوې ده

تاند: (دوشنبه ، د دلوې پینځه ویشتمه)‏ ‏‏‏د افغانستان د بیارغونې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د پلټنې اداره ( سيګار) وايي چې نړیواله ټولنه نوره طالبانو نه د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په اړه نهيلې شوې ده.

دغې ادارې په یو لړ ټويټونو کې ویلي: د ملګرو ملتونو سازمان او هغه کسان، چې د طالبانو د حکومت ټول ګډونه کیدو ته هیله من وو، د طالبانو د موقت حکومت له اعلان سره چې هیڅ غیر طالب او د اقلیتونو مشران پکې نه و، نهيلي شوي دي.

له دې سره سیګار زیاتوي، چې طالبانو دوی سره د نړیوالو مشرانو د رغونکي تعامل باوجود پر خپلې هیڅ کومې ژمنې عمل نه دی کړی.

سيګار يادونه کوي، چې ملګرو ملتونو پر طالب مشرانو ځینې محدودیتونه ايسته کړل، د بشري مرستو د استولو اجازه یې ورکړه او نړۍ سره د خبرو فرصت یې ور برابر کړ، خو طالبان له دې سره بیا هم هیڅ بدل نه شول او د نړۍ هیلې یې پوره نه کړې.

سيګار زیاته کړې، چې ټول ګډونه حکومت جوړول د طالبانو له ژمنو څخه و، همدا شان دې ډلې د مرستو په عادلانه وېش کې لازمه همکاري ونه کړه او د بشري او ښځينه حقونو د نقض په اړه خو بېلګې خورا زیاتې دي.

طالبانو د سيګار دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ډېر ځله یې خپل حکومت ټول ګډونه ګڼلی او ورسره یې نورو خلکو ته د ګډون ډاډ پکې ورکړی.

1 COMMENT

  1. د زورور اوبه په زوره خیژی. امریکا به درواغ وایی او جهان به یی خواسته ناخواسته منی.
    دطالبانو حکومت که هرڅه وی هغه دافغانانو په خوښه پوری تعلق لری. امریکا پخپله څومره مسلمانان وزیران کړی؟ مسلمانان شپږ میلیونه دی او یهودان یی نیمی هم ندی. دامریکا ترټولو نیزدی متحدین په غیر سپینپوستو مسلمانو کی فاسدترین او غټ دیکتاری حکومتونه دی.
    افغانان باید ددوه ربی مار خوله بنده کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب