پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهعمران خان: ط په افغانستان کې هیڅ بديل نه لري

عمران خان: ط په افغانستان کې هیڅ بديل نه لري

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې پینځه ویشتمه)‏ د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، چې طالبان په افغانستان کې هیڅ  بديل نه لري.

نوموړي له سي این این تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې نړۍ اوس مجبوره ده، چې د چارو د مخته وړلو لپاره طالبانو سره تعامل وکړي.

د عمران خان په باور، نړۍ به ليرې يا ژر د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

پاکستاني صدراعظم دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې ځينو راپورونو له مخې د پاکستاني استخباراتو رييس جنرال نديم په وروستيو کې د طالبانو خلاف د مقاومت ډلې مشرانو: احمد مسعود، عبدالرشيد دوستم، عطا محمد نور او حاجي محمد محقق سره لیدلي دي.

ويل کيږي، چې پاکستاني چارواکي د طالبانو د حکومت د ټول شموله کیدو او دغه راز نړیوال مشروعيت موندلو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي دي.

1 COMMENT

  1. طالبه د الله ﷻ لپاره! که په وينه کې د افغانيت څاڅکی وينه وي ددغه فاحشې خوله وربنده کړه ورته ووايه چوپ سه ددجال زويه زما په استازيتوب هر ځای لکه سپئ مه غپيږه . زه خپل ازاد هيواد لرم خپل غږ پخپله اوچتولای سم. Shout off your dirty mouth ? طالبه دغه خبيث دغه رذيل پنجاب د تا ملاتړ پخپل ولس کې کموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...