Homeخبرونهاقتصادي خبرونهتېرو څو مياشتو کې نيږدې ۳۵۰ میلیونه ډالره نقدې پيسې افغانستان ته...

تېرو څو مياشتو کې نيږدې ۳۵۰ میلیونه ډالره نقدې پيسې افغانستان ته را رسيدلي

تاند: ( يکشنبه ، د دلوې څلور ویشتمه)‏ ‏‏د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته څه باندې 345 میلیونه ډالره مرسته ورته را رسیدلې ده.

د دغه بانک په يوه اعلاميه کې راغلي، چې نن هم د افغانستان نړيوال بانک خصوصي بانک ته ۳۲ میلیونه ډالره نوره بشري مرسته را رسیدلې ده.

ويل شوي، چې دا د دغو نقدي مرستو ديارلسمه بسته ده.

افغانستان بانک د يادې مرستې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

مخکې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي وو، چې دا نقدې پيسې دوی د بشري مرستې په توګه افغانستان ته استوي.

ياد شوي سازمان ټينګار کړی، چې مرستې به ېې د خپلو اړوندو مرستندويو ادارو په واک کې وي او طالبان به لاسرسی نه ورته لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...