یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې یو انسان تښتونکی وژل شوی او دوه نور ژوندي نیول...

ننګرهار کې یو انسان تښتونکی وژل شوی او دوه نور ژوندي نیول شوي

تاند: ( يکشنبه ، د دلوې څلور ویشتمه)‏ ‏‏په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې يو انسان تښتوونکی د دوی ځواکونو سره په نښته ووژل شو او دوه ژوندي ونيول شول.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي د وياند دفتر ويلي، چې د طالبانو د استخباراتو رياست ځانګړو ځواکونو د خوږياڼو ولسوالۍ مربوطاتو کې يو انسان تښتوونکی د مقاومت پر مهال وژلی او دوه يې وسلو او مهماتو سره ژوندي نيولي دي.

سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

له څه مودې راهيسې د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې د انسان تښتونې د پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکړل شوي.

له دې سره، هم مهاله طالب چارواکو د انسان تښتونې په تور د ګڼو کسانو د نیولو او له منګولو یې د یو شمېر تښتول شویو کسانو د خوشې کیدو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب