شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهسراج الدين حقاني سلام رحیمي ته، بهر مېشتو افغانانو ته مو د...

سراج الدين حقاني سلام رحیمي ته، بهر مېشتو افغانانو ته مو د سولې پیغام ورسوئ

تاند: ( يکشنبه ، د دلوې څلور ویشتمه)‏ ‏‏‏د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نن د سقوط شوي جمهوري نظام له لوړپوړي چارواکي عبدالسلام رحيمي سره وکتل

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې خليفه سراج‌الدين حقاني د عبدالسلام رحيمي وطن ته په راتلو هرکلی وکړ او ويې ويل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول افغانان حق لري چې په افغانستان کې ډاډه ژوند وکړي.

‏نوموړي له عبدالسلام رحيمي وغوښتل چې د سولې او خواخوږۍ پيغام  يې نورو هغو وطنوالو ته هم ورسوي چې له هيواده وتلي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې رحيمي له سراج الدين حقاني څخه مننه او د سولې او ورورولۍ د پیغام ستاینه یې وکړه.

عبدالسلام رحيمي، چې د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر لوی رییس او وروسته د سولې په چارو کې د دولت وزير او د ولسمشر ځانګړی استازی و، پرون ېې د طالبانو يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو په بهرنيو چارو وزارت کې د هېواد ته ستنیدو هرکلی وکړ.

2 COMMENTS

  1. دا خو ښه خبره ده، خو چې اوس يې له تښتونو او برمته (بونګه) کولو لاس اخېستی او داسې نه چې بيا د تېر په څېر چې عبدالخالق فراهي او داسې نور يې تښتولي وو او د فراهي پر سر شپږ/اووه ميليونه ډالر له تېر ولسمشر کرزي نه اخېستي وو.

  2. WHERE IS AFGHAN NATIONAL THREE COLOR FLAG.
    HAQANI ARE YOU NOT AFGHAN.
    YOU MUST HAVE RESPECT TO AFGHAN NATION..
    AFGHANS LOVE THREE COLOR FLAG .
    THANKS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب