یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمتقي د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته په سفر لاړ

متقي د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته په سفر لاړ

تاند: ( يکشنبه ، د دلوې څلور ویشتمه)‏ ‏‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن د یوه طالب پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، یاد پلاوی به د خلیجي هیوادونو له استازو، اروپایي ټولنې له هیئت،د دیني علماوو له اتحادیو او هغو ډیپلوماتیکو څانګو سره چې د کابل پر ځای قطر کې فعالیت کوي، پر مهمو مسائلو غونډې ولري.

طالبانو د دغه سفر موده او نور جزییات نه دي روښانه کړي.

 په وروستيو کې د طالبانو او ورسره مخالفو سیاسي ډلو تر منځ د مستقیمو او نامستقیمو مذاکراتو راپورونه هم ورکړل شوي.

نن ځینو رسنیو وویل، چې د پاکستان د استخباراتو رييس جنرال نديم په یوه پټ سفر ترکیې ته تللی او هلته ېې د طالبانو خلاف د مقاومت ډلې ځینو مشرانو: دوستم، محقق او عطا محمد نور سره لیدلي.

معلومه نه ده، چې قطر ته د طالب پلاوي سفر خو له دې مذاکراتو سره کوم تړاو نه لري؟

3 COMMENTS

  1. متقي د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته په سفر لاړ
    نه
    یو پلاوی د متقي په مشرۍ قطر ته په سفر لاړ
    یا
    د متقي په مشرۍ یو پلاوی قطر ته په سفر لاړ
    ستاسو د عنوان معنی دا ده چې د متقي د سفر مشري یوه پلاوي کوله، خو هدف مو دغسې څه دی چې ما درته ولیکل. پام زیات کړئ.

  2. احمد
    Taand give you the fastest news and may not have enough and costly personal auditing sentences correctly. So, please do not look for bone in the wrong places!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب