یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه اوکراین کې وضعیت په چټکۍ سره د جنګ خواته روان دی،...

په اوکراین کې وضعیت په چټکۍ سره د جنګ خواته روان دی، هېوادونه خپل دیپلوماتان وباسي

تاند (یکشنبه/د دلوې ۲۴مه) – نړۍ والې خبري رسنۍ وایي چې د اوکراین وضعیت په ډېره تېزۍ سره د خرابي په لور روان دی او هره شېبه د دې وېره شته چې په سیمه کې جګړه ونښلي.

نړۍ والو هوایي شرکتونو د اوکراین پر فضا د خپلو ملکي الوتکو د نه تېرېدلو امر کړی او یو شمېر رسنیو لیکلي چې روسي ځواکونو د اوکراین پر پوله د ټانک ضد وسلو په ډزو سره له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.

د روسیې ریانوویستي خبري اژانس وایي چې د اوکراین د سکای آپ شرکت یوه الوتکه چې د پرتګال له مدیرا ټاپو څخه د اوکراین پلازمېنې کیف ته روانه وه د مولدووا په پلازمېنه کیشیناو کې ښکته شوه ځکه دغه شرکت نه غوښتل چې الوتکه یې د اوکراین فضا ته ورننوځي.‌

بي بي سي انګلېسي لیکلي چې په کیف کې د متحدو ایالاتو سفارت خپله عمله وباسي او د چک جمهوریت نووینکي خبري وېب سایټ لیکلي چې چکي دیپلوماتان به نن ماسپښین او ماښام له کیف څخه وځي.

که څه هم چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې وارخطایي نه ده په کار، لاکن د استرالیا او جرمني په شمول نژدې ۱۵ هېوادونو خپل دیپلوماتان وار له مخه اېستلي او نور هم په چټکۍ سره د خپلو دیپلوماتانو او خلکو په اېستلو باندې کار کوي.‌

لوېدیځې رسنۍ وایي چې روسیې د اوکراین پر پوله ۱۳۰ زره عسکر ځای پرځای کړي او متحده ایالات وایي چې هره شېبه د روسیې له خوا په اوکراین باندې د وسله وال برید امکان ویني، خو په عین حال کې وایي چې متحده ایالات او متحدین به یې د روسیې ځواب ووایي.

ویل کیږي چې د روسیې او لوېدیځ تر منځ وروستی کړکېچ هغه وخت پیل شو چې روسیې د ناټو له خوا د اوکراین د ور ملګري کولو پر ضد دریځ ونیو، اوکراین یې خپل حریم وباله، او غوښتنه یې وکړه چې د روسیې له نژدې ساحو څخه دې د ناټو عسکر په شا شي، خو اوکراین او د متحدو ایالاتو او اروپایي هېوادونو په شمول د ناټو غړو د روسیې غوښتنې رد کړې.

اوکراین په ختیځه اروپا کې پروت هېواد دی چې د پراختیا له مخې په اروپا کې روسیې پسې دویم لوی هېواد دی،‌ او ختیځ او شمال ختیځ ته له روسیې، شمال ته له بیلاروس یا سپینې روسیې، پولنډ، سلواکیا او هنګري سره نښتی، او لوېدیځ ته له رومانیا او مولدووا سره سرحد لري او هم له ازوف سمندر او تورې بحیرې سره سمندري لاره لري.

د ختیځې اروپا دغه هېواد چې څه باندې ۶۰۳ زره مربع کیلومتره پراخوالی او څه باندې ۴۱ میلیونه نفوس لري د هغه د طبیعي ښکلا، ښه کلتور او ښکلیو نجونو له امله ډېر مشهور دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب