یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه م.م. کې د پاکستان استازی د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو...

په م.م. کې د پاکستان استازی د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه د بایډن د پرېکړې ننګه کوي

تاند (یکشنبه، د دلوې ۲۴مه) په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د امریکا د ولسمشر جو بایډن د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ چې پر اساس یې د افغانستان نیمايي بانکي شتمني د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي حملو د قربانیانو په ګټه د مصادره کېږي.

ده د امریکا دا پرېکړه د افغانستان لپاره هم په ګټه وبلله او ویې ویل چې «تر هیڅ نیمه ډوډۍ ښه ده. »

په نیویارک کې د پاکستان د دایمي استازولۍ د دفتر له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، اکرم ویلي چې اسلام اباد له نړیوالې ټولنې، ملګروملتو او د سترو اغېزشیندونکو هیوادونو له چارواکو سره په پر له پسې تماسونو کې د افغانستان د بانکي شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې وه.

د اکرم له قوله همداراز ویل شوي چې په امریکا کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د افغانستان د اقتصاد د بېرته ژوندي کولو لپاره مهمې دي او له کبله به یې ملیونونه انسانان په ژمي کې وژغورل شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ په یوه اجرايي فرمان کې اعلان وکړ چې په امریکا کې د افغانستان ۷ ملیارده کنګل شوې پیسې به په دوو برخو وویشي، نیمايي به د سپټمبر د تروریسنتي پېښو د قربانیانو خپلوانو ته ورکړي او نیمايي نورې به په افغانستان کې بشري مرستو ته ځانګړي کړي.

خو د امریکا د حکومت دا پرېکړه نه یوازې د افغانانو بلکې د یو شمېر مطرح امریکایانو له سخت انتقاد سره هم مخامخ شوه.

ځینو پخوانیو امریکايي چارواکو پر خپلو ټویټرپاڼو لیکلي چې که د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي پېښو د قربانیانو لپاره غرامت اخیستل کېږي باید له سعودیانو، مصریانو او نورو هغو عربي هیوادونو څخه واخیستل شي چې اتباعو یې د نیویارک او واشنګټن په حملو کې لاس درلود.

خو د ۱۱م سېپټمبر د پېښې د قربانیانو د کورنیو وکیل جیري ګولډمن وايي چې یو شمېر نور هېوادونه او بنسټونه هم باید په دې اړه ځواب ووايي: “موږ پوهېږو چې زیاتو ډلو له القاعده شبکې ملاتړ کړی. موږ ویلي چې عربستان او ایران په دې کې ښکېل و او په دې اړه مو قضاوت کړی. موږ ادعا کوو چې ځینې خیریه بنسټونو یې ملاتړ کړی. موږ ادعا کوو چې سوډان یې ملاتړ کړی. له همدې امله زیات بنسټونه او دولتونه شته چې لکه د طالبانو په څېر باید ځواب ویونکي و اوسي.”

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو خو امریکا تاوان له افغانستانه اخلي.

کرزي وویل چې افغانان د تروریزم قربانیان دي.

1 COMMENT

  1. پاکستان په تاریخ کی د بریټانی او امریکی د پریکړو مخالفت ندی کړی او اوس تر هیڅ څوک د بل قسم اقدام او دریځ تمه تری چا نه کوله. د یو غلام او بی حیثیته هیواد نظر خو هسی هم کوم ارزښت نلری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب