یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکرزي د افغان بانکي زېرمو په اړه د بايډن د پریکړې مخالفت...

کرزي د افغان بانکي زېرمو په اړه د بايډن د پریکړې مخالفت وکړ

تاند: ( يکشنبه ، د دلوې څلور ویشتمه)‏ ‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان بانکي زېرمو د وېش او د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته یې د درې نیم میلیارده ډالرو د سپارلو د پریکړې مخالفت وکړ.

حامد کرزي نن په يوه خبري ناسته کې وویل، دا پیسې د هېڅ دولت او هېڅ ځواک نه‌دي او په وینا یې دا پیسې د افغانستان د خلکو دي.

د حامد کرزي په خبره هېڅ دولت د هېواد د ملي خزاني څښتن نه‌دی او د هېواد د ملي خزانې څښتن یوازې افغان ملت دی.

د حامد کرزي په باور اسامه بن لادن افغانانو افغانستان ته نه‌ و راوړی؛ بلکې بهرنیانو افغانستان ته راوړی و. ښاغلی کرزی زیاتوي، د افغانستان خلک د ترهګرۍ قربانیان دي او څوک قرباني ته جزا نه‌ورکوي.

ښاغلي کرزئ ټینګار وکړ چې جوبایدن باید په خپلې پریکړې له سره کتنه وکړي.

هغه په افغانانو غږ وکړ چې په کلکه د امریکا د دې پریکړې مخالف وکړي.

د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر یاده پریکړه په پراخه کچه د نورو افغانانو له توندو غبرګونونو سره هم مخامخ شوې ده.

زرګونو افغانانو د لاریونونو او ټولنيزو رسنيو له لارې د ولسمشر بایډن دا پریکړه له غلا او ظلم څخه ډکه ګڼلې او د لغوه کیدو غوښتنه یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب