سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد چین سفیر سراج الدين حقاني ته، نړۍ ته ستاسې د حکومت...

د چین سفیر سراج الدين حقاني ته، نړۍ ته ستاسې د حکومت په اړه ډاډ ورکوو

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې يوويشتمه)‏ ‏‏‏د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني نن په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره لیدلي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په دې لیدنه کې سراج الدین حقاني د چین له بشري مرستو مننه وکړه او دغه هیواد سره يې پر مثبتو اړیکو ټينګار وکړو.

‏سرچينه د چین د سفیر سفیر وانګ په حواله وايي، چې چین د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او کوښښ کوي څو د طالبانو د حکومت په اړه د سيمې هیوادونه ته ډاډ ورکړي چې د نړۍ او سيمې د هیوادونو سره په متقابل درناوي ولاړې اړيکې غواړي.

دا په داسې حال کې ده، چې خپله د چین په ګډون د نړۍ هیڅ کوم هیواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ د ټينګښت شاوخوا شپږ مياشتې کيږي، خو اوس طالب چارواکي د حکومت په رسمیت پېژندلو ته ېې هیله من دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب