شننه: عبدالله لغمانی
د ډوپينګ Doping کله د سويلي افريقا له ژبې رامشتق شوې ده چې په اصل کې هغو پخوانيو الکولي څښاک ته پکې اشاره ده چې د دې جنوبي افريقا خلکو به د نڅا په مراسمو کې د يوې محرکې او قوي کوونکې مادې په توګه کارول او نڅآګارانو ته به يې ددې ځواک ورباښه چې له معمول حالت څخه ډېره نڅا وکړي. يا ډوپينګ Doping په لوبو کې د ورزش کارانو لخوا د هغو درملو مصرف ته وايي چې د لوبو په جريان کې د انسان ځواک، تمرکز او قوت ته زياتوالی وربښي او د ورزش کارانو لخوا د هغو کارول د لوبو د نړيوالو او ملي سازمانونو لخوا ممنوع دي.
وروسته وروسته د ډوپينګ کليمې پراخ استعمال پيدا کړ، لوبو ته داخله شوه او په ورزشونو او لوبو کې نن سبا په يوهّ ستر سرخوږي بدله شوې ده چې ځانګړي اصول او د ډوپينګ د معلومولو لپاره د ورزش کارانو لپاره بېلابېل قواعد، ټېسټونه، معاينې او مقررات وضع شوي دي.
تر ټولو مشهور او معمول ډوپينګ د داسې درملو خوړل، څښل او ځان ته د پېچکاري په وسيله د درملو لګول دي خو سربېره پر دې يو بل مشهور ډول یې د وينې ورکول دي، مثلا يو ورزش کار خپله وينه يا د بل چا وينه چې ګروپ یې ورسره مساوي وي له يوڅه مودې ذخيره کولو وروسته بيرته خپل ځان ته د رګ له لارې لګوي او دا کار ددې لامل کېږی چې د ورزش کار په وينه کې د اکسيجن انتقال ښه او ژر صورت ونيسي او په دې سره يې په ورزش کې د کار استقامت او ځواک فوق العاده ډېر شي.
خو ډوپينګ کول (هر ډول ځواک ورکونکي) درمل خوړل د مرګ کندې ته ځان غورځول دي ځکه د ورزش کار د ژوند په بیه او مرګ هم تمامېدلی شي او د ورزشونو په تاريخ کې داسې پېښې هم شته چې د ډوپينګ کارولو ورزشکاران وژلي وي.
نو بنا پردې ډېر وخت سره له بېلابېلو اخطارونو او ټيسټونو ځينې لوبغاړي توانېږي چې داسې درمل وخوري چې قوت، ځواک او تمرکز یې پیاوړی کړي او په لوبو کې ښې لاس ته راوړنې ولري.
په دې لوبو کې مشهور هغه یې چې ورزش کاران ډېر پکې قوت ورکونکي مواد کاروي هغه د اولمپیک سيالۍ دي. د اولمپيک په ژمنيو او اوړنيو لوبو کې ځينې لوبغاړي کوشش کوي په هر ډول چې کېږي له دې ټېسټونو څخه بريالي راووځي، خو اوس د ډوپینګ پرضد نړيوالې ادارې WADA يا The World Anti-Doping Agency د ورزش کارانو داسې ټيسټونه اخلي که په ټیسټ کې په هماغه موقع کومه نتيجه معلومه نه شوه، د دوی وينه جامده کوي او له ځان سره یې ساتي او که مياشتې او کلونه وروسته هم مثبت شول دوی تر تعقيب لاندې نيول کېدای شي او مډالونه او رسمي مقامونه ترې اخيستل کېدای شي.
او له یو شمېر لوبغاړو د ډوپينګ په ثابتېدلو د ډوپينګ پر ضد نړيوالې ادارې او د ورزش بېلابېلو انجمنونو مډالونه ، ستاينليکونه او درجې بيرته اخيستي دي او يا یې موقت او دايمي له لوبې کولو بند کړي دي.
نن سبا چې په چين کې ژمنۍ اولمپيکي لوبې روانې دي بيا هم د نړۍ د ورزش د مينه وال او د ورزش باندې د څآر نړيوالې ادارې تر ذره بيني فوکس لاندې دي او د هر هېواد او هرې لوبې لوبغاړي دقيق څآري چې هسې نه کوم ډول درمل یې کارولي وي، ناروېژي لوبغاړي چې مخکې هم په ډوپینګ باندې ځينې یې تورن شوي او ډوپينګ پرې ثابت شوی و،د اولمپيک په ميدان کې لوبې کوي او په پيل کې په ځینو لوبو کې تر خپلو سيالانو مخکې ناروې مخکښه ده که څه هم ناروې په دې برخه کې خپل استعدادونه لري خو په وروستيو کې يې په لوبغاړو کله ناکله د ډوپينګ تورونه لګېږي. خو بيا هم له دوی څخه ډوپينګ ټيسټونه اخیستل شوي او نتيجه یې لا پاتې ده ، له تحليل او د دوی له لابراتواري معايناتو وروسته به معلومه شي چې ايا رښتيا هم د دوی په وينه کې د ډوپينګ مواد موندل شوي او که نه، که وموندل شي دا د ناروې او د دې هېواد د ورزش کارانو لپاره بد خبر دی ځکه له دې مخکې د ناروې مشهوره او د سکي (په يخ باندې د ښوېدلو) لوبغاړې Therese Johaug باندې دوپينګ ثابت شوی و او اوس یې هم د چين په لوبو کې د سکي په برخه کې لومړی د سرو زروه مډال واخيست.
دې مېرمنې تېرې اولمپیکي لوبې د ډوپينګ د بنديزونو له امله په کور کې په تلويزيون وکتلې او د ډوپينګ له امله له لوبو کولو څخه ۱۴ مياشتې منع شوې وه، نوموړې نارويژۍ لوبغاړې باندې په ۲۰۱۶ کال کې ثابت شول چې د clostebol په نامه ماده یې خوړلې چې د لوبو پر مهال یې کارول په کلکه منع دي خو نوموړې د محکمې دا تورونه نا عادلانه وبلل او ویې ويل چې ما يوازې د شونډو د وچېدلو او سوځېدلو لپاره يو ډول کريم کارول چې په هغه کېدای شي دا ماده وه، خو د ډوپينګ پرضد محکمې ونه منله او له لوبو څخه یې منع کړه، اوس بيا د چين د ژمنيو اولمپیکي لوبو په پيل کې راميدان ته شوه او د سرو زرو لومړی مډال یې وګاټه ، که څه هم يوځل بيا د نوموړې لوبغاړې د وينې ټيسټ اخیستل شوی دی چې وکتل شي بيا خو به یې ډوپينګ نه وي کړي خو که دا ځل پرې ثابته شوه، نو کېدای شي له سخت او د ټول عمر لپاره له لوبو منع شي.
او بله پکې Marit Bjørgen په نامه مشهوره نارويژۍ د سکي لوبغاړې وه چې په دې وروستيو کې یې د ګټونکي زړه په نامه کتاب خپور کړی دی او د ډوپينګ درملو باندې یې خبره کړې چې په ۲۰۱۷ کې یې د لوبو په جريان کې داسې درمل کارولي و، چې د ډوپينګ پرضد د ادارې لخوا منع و خو دې یې په دفاع کې وويل چې دا ما د مياشتنۍ ناروغي د وروسته کولو لپاره کارولي دي، او همدې دليل ته په کتلو د ډوپينګ د ادارې لخوا په مجازاتو محکومه نه شوه.
د روسيې ورزش کاران هم د نورو هېوادونو په پرتله ډېر د ډوپينګ د ادارې له خوا تر ذره بين لاندې نيول کېږي او تور پرې پورې کېږي چې د لوبو په جريان کې داسې مواد کاروي چې د هغو کارول منع دي،او کله کله یې لوبغاړي له لوبو منع کېږی او يا بيرته کور ته لېږل کېږي خو دا چې له لوبو هم په نړيوالو مسايلو کې سياسي او کله کله سليقوي استفاده کېږي نو د ډوپينګ د ادارې کارونه هم سل فيصده دقيق او په وخت او کره نه دي.
په اصل کې ډوپينګ کول د هغه ورزش کار حق خوړل دي او زحمتونه یې په اوبو لاهو کول دي چې د کلونو کلونو په اوږدو کې یې خپلې لوبې ته ځان اماده کړی وی، سخت او مرګوني تمرينونه یې کړي او د خپل ځان او هېواد د نوم د لوړاوي لپاره يې زيار ګاللی وي، خو په اخر کې يو نفر د يو څو پيسو په مقابل کې داسې درمل اخلي او کاروي یې چې په خوړلو يې هغه ته فوق العاده ځواک او توان وربښي، فوکس او په لوبې یې تمرکز ډېرېږي او له بل زحمت کش او خواريکښ لوبغاړي څخه لوبه ګټي او معنوي او مادي امتيازات ترلاسه کوي.
په هر حال هر ورزش کار چې په نړيوالو او يا هم سيمه ييزو او نورو لوبو کې برخه اخلي تر سخت څار لاندې نيول کېږی، پخوانۍ او اوسنۍ لوبې، ځواک او تمرکز یې ګوري، د وينې او نور هر ډول ټیسټونه یې کوي او که پرې ثابته شي چې ډوپينګ درمل یې کارولي او يا یې داسې يو کار کړی چې په مصنوعي ډول یې ځانته ځواک وربښلی دی ډوپينګ حسابېږي او تخطي ته په کتلو ورته هغومره سزا ټآکل کېږي.
د محترم لغمانی صاحب د پورته معلوماتی لیکنی څخه په مننی سره باید وویل سی چی د بشر د علمی پرمختګونو په څنګ کی اخلاقی شاتګونه هم تر سترګو کیږی.
د استعماری جنګونو په هکله به نه ږغیږو ( چی د متمدن بشریت پر تندی تور داغ دئ )
د مالی غلا، د ادبی غلا، د علمی غلا، د سیاسی غلا ( مثلاً په ټاکنو کی درغلی ) ، د اقتصادی غلا ( اختلاس )
او……. د عادی او معصومو انسانانو پر اوږو سپک بار دئ چی دا دئ د ورزشی غلا بازار هم د یوې لسیزی راهیسی تود دئ؟
امّا
بده به نوی وی چی د قدرت او واک ” دوپینګ ” ته هم سترګی ور ښکاره کړو ( البته زموږ د هیواد د تاریخ او جغرافیا په لمنه کی ).
هغه څوک چی تر ډېره حده طبیعی پهلوان ؤ ( لږ تر لږه د ذهن او نیت له مخی ) خو په مغرب زمین کی د شپږ میاشتنی سفر په اوږدو کی ور ته ” دوپینګ ” تزریق سوه هغه امان الله خان ؤ کوم چی د همدې ” دوپینګ ” پخاطر ئې ټول ګټلی مډالونه له لاسه ورکړه ( د ځینو مډالونو د ګټلو ویاړ ئې ) د ” دوپینګ ” د استعمال مخکی ګټلئ ؤ چی طبعاً د ستائلو وړ دی او ملی جفا به وی که سترګی پر پټی سی ( البته دې ژور څاه ته به نور نه ور کوزیږو، همدومره کفایت کوی ).
بل دوپینګی حالت د مَلَک خیرو د زوی څلوېښت کلن آرام! سلطنت ؤ چی وولس بېله دې چی پخپل دوپینګی حالت پوه سی ، ځان ور ته تر هر چا نیکمرغه او خوښ او راضی او بریالی برېښېدئ.
تر ټولو خواګرځن او سریع کشف سوئ ” دوپینګ ” د اکتوبر د انقلاب! د بچندر ( د ثور ۷ او جدی ۶ ) دوپینګ ؤ، دې دوپینګ خو بیخی هم د ځان او هم د خپل مربی او استاد او مُرشد ( د اکتوبر د انقلاب ) نیم بدن د نړیوالی څارګری ادارې په څارګر لابراتوار کی رسوا او د ټولو لوبو د تورلمنټ د مدار څخه د ابد لپاره بې برخی سو.
امّا
د نن ورځی ” دوپینګ ” :
د نن ورځی دوپینګ د ۱۹۷۱ کال د اپریل په میاشت کی په ” پیکِنګ ” کی د دوو رقیبو قریبانو یا قریبو رقیبانو تر منځ د ” پینګ پونګ ” د لوبی د سیاسی – اقتصادی ډاروینیزم د اوږدې پروسې نتیجه ده ( چی نور بحث ته به اړتیا نه وی ).
پورته تبصره خو به ترخه نه وی؟
ممکن ترخه به وی خو دوپینګی نه ده