سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهانسان تښتونکو کابل کې یو صراف له پيسو ترلاسه کولو وروسته وواژه

انسان تښتونکو کابل کې یو صراف له پيسو ترلاسه کولو وروسته وواژه

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې يوويشتمه)‏ د کابل د سرای شمالي یو صراف تر هغې وروسته، چې انسان تښتونکو یې له کورنۍ څخه پيسې ترلاسه کړې، وژلی دی.

خبري سرچينو ويلي، چې دغه صراف معلم ګل امیر نوميده او تېره اونۍ کار ته د تګ پر وخت تښتول شوی و.

څه موده مخکې د نوموړي زوی هم په مرموز ډول وژل شوی و.

د دغه وژل شوي صراف کورنۍ ویلي، چې د هغه مېرمنه او دوه لوڼې د ده او زوی له وژل کيدو وروسته بې سرپرسته شوي دي.

يوه اونۍ وړاندې په فاریاب کې د يوه تښتول شوي کس جسد تر هغې وروسته وموندل شو، چې تښتونکو یې له کورنۍ څخه پنځوس زره ډالره ترلاسه کړې.

د طالبانو له واکمنیدو سره، په افغانستان کې د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوي، خو طالب چارواکو د ډېرو تښتول شويو کسانو د خوشې کیدو خبر هم ورکړی.

1 COMMENT

  1. معلومداره خبره ده چی پکی د طالب چارواکو لاس دی کنه نو څوک د داسی یوه ظالم حکومت د چتر لاندی دومره زړه ښه کوالی شی چی داسی یو عمل دی اجرا کړی. طالبانو ولی هغه انسان تښتوونکی چی نیولی وو اعدام نکړل او ولی یی هغه د وسلو قاچاقبران اعدام نکړل چی وسلی یی پاکستان انتقال کولی؟ دا ځکه چی پکی د طالب د چارواکو لاس دی هر غریب و غربه دا کار نشی کولی. طالبان هغه پخوانی طالبان ندی ډیری یی غله، قاچاقبران، انسان تښتوونکی او جاهله آدمکشان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب