Homeخبرونهجنرال باجوه تایید کړه چې په بلوچستان کې یې ۱۹۰ پوځیان وژل...

جنرال باجوه تایید کړه چې په بلوچستان کې یې ۱۹۰ پوځیان وژل شوي دي

تاند (پنجشنبه/د دلوې ۲۱مه) د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال قمر جاوېد باجوه تایید کړه چې په بلوچستان کې د تېرې اونۍ په دوه مرګونو بریدونو کې یې ۱۹۰ پوځيان وژل شوي دي.

دغه پېښې د بلوچستان په پنجګور او نوشکي سیمو کې وشولې چې یوې یې له کنټرولېدلو څخه مخکې ان تر ۷۴ ساعتونو پورې دوام وموند.

تاند ته په رسېدلې یوه لیک کې، چې د پاکستان لوی درستېز د خپل هېواد لومړي وزیر ته لیکلی، د وژل شویو پوځیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړی او د هغوی د کورنیو لپاره یې د مرستو غوښتنه کړې ده.

په لیک کې چې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۷مه لیکل شوی او د بلوچستان د ازادي غوښتونکو په خپلو ټولنیزو رسنیو خپور کړی، راغلي چې د پاکستان پوځ په نوشکي او پنجګور کې وژل شویو ۱۹۰ پوځیانو ته چې په لیک کې شهیدان بلل شوي د درناوي مراتب وړاندې کوي او له لومړي وزیر څخه غواړي چې د هغوی د کورنیو لپاره دې اجوره اعلان کړای شي.

ویل کیږي چې د پاکستان پوځ او استخبارات له لسیزو راهیسې د خپلو ګاونډیانو؛ افغانستان او هندوستان او دغه راز د ایران پر وړاندې د هرې هغې وسله والې ډلې ملاتړ کوي او روزنه ورکوي چې د خپلو مرکزي حکومتونو پر ضد جنګ کوي.

د بلوچستان ازادي غوښتونکو په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې وروستي بریدونه یې د ۱۶ ځانمرګو په وسیله ترسره کړي او ۱۸۰ تنه پاکستاني پوځیان یې وژلي خو هغه وخت پاکستاني مقاماتو دا شمېر یوازې ۱۲ تنه یاد کړی وو.

3 COMMENTS

  1. دغسې خبرونه خپروئ. تاسو په طالبانو پسې راخیستې ده. وخت ورکړئ او ورو ورو به هرڅه ښه شي. مننه

  2. وائي مکوه په چا ، چی دربه شي په تا،
    انشآلله چې زموږ د مظلومو خلکو د وينو بدل به لوی خدای له پنجابي نظاميانو واخلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...