سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د انسان د بدن بوی وړونکې ماده جوړه شوه

د انسان د بدن بوی وړونکې ماده جوړه شوه

تاند – جاپاڼي څېړونکو یوه میکروب ضد ماده اختراع کړې چې د انسان د بدن د بد بوی د له منځه وړلو لپاره پر جامو شیندل کېږي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا ماده، چې د جاپان د توکیو پوهنتون د څېړونکو له لوري جوړه شوې، پنډوالی یې تر ۱۰ نینومترو لږ دی.

په دې ماده کې نقره او ټانیک اسید شامل دي. ټانیک اسید یې له هغو طبیعي ترکیبونو څخه جوړ دي چې په چاکلېټونو کې هم کارول کېږي او پر اطلس ټوکر لکه یا ټاپی جوړوي.

دا ماده چې جاپاني څېړونکو جوړه کړې Ag/TA نومېږي او پوره شفافه ده نو د ټوکر (کمیس) رنګ نه بدلوي او تر ټولو ښه دا ده چې په مینځلو له منځه نه ځي.

دا امکان هم شته چې دا ماده پر هغو ټوکرونو وموښل شي چې تازه په فابریکه کې جوړېږي او چې کله ورڅخه جامې جوړېږي نو د انسان د بدن د بوی مخه به نیسي.

تجربو وښودله چې نخي، پولیسترین او ورېښمین ټوکرونه له دې ارزانې او مناسبې مادې سره ترکیب کېدای شي.

د توکیو پوهنتون یو څېړونکی جوزیف ریچارډسن وايي چې دا ماده پر جامو، په تېره بیا تخرګونو، جورابو، بوټونو او حتي تشناب موښل کېدای او د بوی مخه یې نیول کېدای شي.

د انسان د بدن هغه مهال بوی ځي چې پر پوستکي واړه میکروبونه په خولو کې د پروتین مالیکولونه مات کړي. خو نقره میکروبي ضد خاصیت لري خو پر جامو د هغې کارول اسانه کار نه و. له همدې کبله څېړونکو د نقرې او ټوکر د ارتباط ټینګولو لپاره له ټانیک اسیدو کار واخیست.

له ټانیک اسید سره د نقرې د یوځای کولو په نتیجه کې دومره غښتلې ماده لاس ته راځي چې که پر ټوکر وموښل شي یا سپرې شي نو په ۱۰ ځلې مینځلو یې هم خاصیت له منځه نه ځي.

4 COMMENTS

  1. ډیره ښه موضوع مو رااخیستی ده، خو عنوان غوره کول لږ دقت غواړی: که مو لیکلی وای چی (…د خولو له امله دبوی ورکوونکی ماده …) ممکن ښه به وه، نه دانسان د بدن بوی. د انسان بدن کوم خاص بد بوی نلری، اما د خولو د لمدبل له امله د جلد پر اپیدرمس (برسیرنه) برخه کی یو څه تعاملات پېښیږی، چی د ناوړه بوی لامل ګرځي، همدارنکه د انسان د بدن یو شمیر افرازات هم بد بویه دی، نه په صحت او عادی حالت کی خپله بدن . حتا د ماشوم لپاره د مور د بدن بوی ډیر آراموونکی وی، یا د والدینو لپاره د با نظافته ماشوم له مینی ډک او عاطفی تبسم او دهغه د بدن بوی. خو واضخ ده چی ممکن د صحتمند انسان دبدن بوی عادی حالت کی ډیر احساس هم نشی ، بلکې دا خولې او یو شمیر افرازات دی چی نورو ته دتکلیف لامل ګرځي.
    درنو لوستونکو! دا صرف یو نظر و. سره له دی چی موضوع په لیکنه کی روښانه ده، خو خبره می دا کوله چې راځئ خپلی لیکنی وار په وار معناداره، خوږې او ادبی کړو. ممکن داسې ډیرې تیرووتنی له ما څخه هم شوی وی، خو په تجربی او یو دبل نظر ورکولو له مخی مو لیکنی نورې هم سمې او ښایسته کیږی.
    په ډېر احترام او درناوی سره

  2. ما اوریدیلی په اروپا کی ځینی نارینه او ښځینه د ډیری تنبلی یا د سخت کار او وظیفی له کبله نشی کولای چه ولامبی (غسل) وکړی، ځکه ځینی د وخت د کمی له وجی کله چه سهار ستړی ستومانه راپاڅیږی نو سمدلاسه د عطرو سپری په خپلو کالیو وشندی چه بوی تری ونه خیژی، حتی وای دا حالت په ځینو تنبلو انسانانو کی په هفتو هفتو جریان لری. اخر چه د دغه بوی او ناپاکۍ له وجی مریض شی.
    ښه خبره داده کله چه انسان خوله شی باید او باید ولامبی نه د دغو مصنوعی سپریو او عطرو استعمال.
    ځکه د پوستکی څخه چه خوله راوځی دغه د ویښتانو یا د پوستکی د تنفس د سوریو څخه راوځی، که لامبل ونشی دغه سوری بندیږی او د روغتیا ته ضرر رسوی.

  3. اصلاً بله خبره، د پورته لیکنی سره چندان تړاؤ هم نلری.
    د انسان او حیوان تر منځ د ۵۶۷۸۴۳۵۴۶ شمېر په اندازه توپیرونه شته دئ چی فقط یو له هغو څخه ئې دا دئ:
    د یو معصوم ماشوم د بدن خصوصاً د غاړی د برخی څخه څومره زړه کشوونکئ او روح خوښوونکئ بوی را ولاړیږی. بَه بَه، چی اولاد یا لمسی هم وی، عجیب خوند لری بویَول ئې. د نړۍ ټول عطرونه ور ته عاجز دی.

  4. راځئ خپلی لیکنی وار په وار معناداره،خوږې او ادبی کړو۰
    کاملاََ د یوه ښه معلم دوستانه توصیه او دعوت دی د کمال خوا ته
    موږ همداسی لارښوونو ته،شدیداََ اړ یو،اسلامی تعلیماتو راښوولی چې؛ معلم یا متعلم اوسه او دریم
    مه اوسه
    د ښه معلم؛کلمه ځکه کاروم چې د انمابعثت معلماََ سره تړاو لری نه هغه کانکوروهلی معلمان چی د
    اجنبی افکارو په ترویج سره ملت یی تباه کړ،نو اصلی معمار د ټولنی ښه معلم دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب