تاند- د امریکا فدرالي تحقیقاتي پولیسو یوه جوړه د څلور نیم ملیارد ډالرو په ارزښت د بیټ کاین د غلا په تور ونیوله.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا جوړه تورنه ده چې په ۲۰۱۶ م کال کې یې په سایبري حملې د بیټ کاین له ویبپاڼې د څلور ملیارده او ۵ سوه ملیون ډالر په ارزښت غلا کړې ده.
ایف بي آی وايي چې د هکرانو له لوري د بیټ کاین د لېږد رالېږد له مخې یې د دې جوړې څرک ولګاوه او له هغې څخه یې د ۳ ملیارده او ۶۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت بیټ کاینونه ضبط کړای شوي دي.
دا په امریکا کې د مجازي پیسو یا بیټ کاین د غلا تر ټولو ستره قضیه ده.
د ۳۴ کلن ایلیا لیشتن شتاین او د هغه د ۳۱ کلنې مېرمنې هیتر مورګان، چې د نیویارک اوسېدونکي دي، پر دوسیې غور د سې شنبې په ورځ د نیویارک په منهټن کې پیل شو.
د امریکا مرستیال لویې څارنوالې لیزا موناکو وايي، دا دوسیه ښيي چې د مجازي پیسو غله خوندي نه شي پاتې کېدای. د دې په وینا د دې جوړې نیول کېدو وښوده چې د ډیجټلي پیسو د جرمونو څرک لګېدای شي.
په ۲۰۱۶ م کال د بیټ کاین پر ویبپاڼې د هکرانو په حمله کې کابو د ۷۱ ملیون ډالرو په ارزښت بیټ کاینونه غلا شول او له دې کبله د بیټ کاین ارزښت شل سلنه ولوېد.
که چیرې د شتاین او د هغه د مېرمنې جرم ثابت شي، تر شلو کلونو پورې په حبس محکومېدای شي.
دوی د غلا د پیسو په پیسو سره زر، نه بدلېدونکي ټوکنونه او د مشهور امریکايي پلورنځي والمارت د ۵۰۰ ډالري ډالۍ کارتونه اخیستي دي.