افغانانو که د تورې او مېړانې میدانونه فتح کړي دي، خو د بې اتفاقیو له کمزورۍ یې دښمن ډېره استفاده کړې او هرڅه یې ورڅخه ترړولي دي.
کله چې په ۱۵۲۶ م کال ظهيرالدین محمد بابر د افغانانو په مرسته د پانيپت په جګړه کې سلطان ابراهیم د سلطان سکندر لودي زوی او د سلطان بهلول لودي لمسی وواژه او په هند کې يې د لوديانو ۷۰ کلنې واکمنۍ ته د پنجاب د لوديانو په مرسته د پای ټکی کېښود، پر دې مهال د سلطان ابراهیم لودي خزانې په دې ډول د بابر لخوا ووېشل شوي:
شهزاده همایون ته يې اویا لکه ټنګې او یوه بشپړه خزانه ور وبخښله. کامران میرزا ته يې ۱۷ لکه، عسکري میرزا ته يې ۱۵ لکه، محمد زمان میرزا ته يې ۱۵ لکه، هنډال میرزا ته يې ۱۰ لکه، نورو ټولو امیرانو ته يې هم چاته لس لکه، چاته اته لکه او چاته هم شپږ لکه ټنګې ور وبخښلې.
د دې تر څنګ يې خپل ټول پوځ ته د هر نفر پر سر زر- زر، د کابل ټولو اوسېدونکو وړو او لویانو ته يې د نفر پر سر هم زر- زر ټنګې ورکړې. مریانو ته يې د سړي پر سر یو یو مثقال سپین زر ولېږل، د کاشغر، خراسان، سمرقند خلکو او خپلو خپلوانو ته يې هم درنې ډالۍ ولېږلې. د غزني، کندز او بدخشان خلک يې هم په ښو ډالیو ونازول. له دې سره يې دا اعلان هم وکړ چې د تیمور او د چنګېز تر اولادې پورې اړوند کسان دې هم راشي او خپلې ډالي دې تر لاسه کړي.
د ابراهیم لودي خزانې د پېړیو- پېړیو لګښت لپاره بس وې، خو د افغانانو د بې اتفاقیو له امله د دوی واکمني پای ته ورسېده. ټولې ګټلې یې له لاسه ووتلې.
په دې کې د ابراهیم لودي له خپلې کورنۍ څخه دلاورخان او نور په هند کې پښتانه سرداران، لوديان او د پنجاب حاکم دولت خان لودي او علاوالدین عالم خان هم ملګري وو.
وايي، بابر هم هند ته د سلطان ابراهیم لودي کاکا علاوالدین عالم خان راوباله او د پنجاب حاکم دولت خان لودي او زوی يې دلاورخان ورسره د سلطان ابراهیم لودي په وهلو کې یو ځای ملګری و.
که د تبر لاستی خپله له ونې څخه نه وای په دې سرنوشت به نه اخته کېدله.
افغانانو تل د بې اتفاقیو له امله بایللې ده، د هوتکيانو او ابداليانو تر منځ، د احمد شاه بابا د لمسیانو، د سردار پاينده خان او بیا د امیر دوست محمد خان د زامنو تر منځ جګړې يې لويې بېلګې دي.
د دې په هیله چې له تاریخ څخه زده کړه وشي او نور د هېواد د رغولو لپاره په ګډه مټې را بډ وهو، له شخړو او بې اتفاقیو تېر شو، هم به مو هېواد سمسور وي او هم به مو خلک په سوله کې ژوند وکړي.
اخځ:
بابر او پښتانه د محقق عبدالرحیم بختاني لیکنه.
بابر، ظهيرالدین محمد بابر نامه د بابر لیکنه.
مطالعه تورن افغانستان از نګاه عسکري، د علي احمد جلالي لیکنه.