زبیر افغان
د غونډو په پيل کې د قران کریم تلاوت یو معمول جوړ شوی دی، دا توپير نه کوي چې غونډه سیاسي انجنډا لري که دیني، قومي و قبیلوي صبغه يې پر غالبه ده که ملي، د ستاینې لپاره جوړه ده که د څېړنې، د یو چا تلین دی که د کتابونو مخ کتنه؟ بس چې هر ډول غونډه وي، د قران کریم ایاتونه به پکې ویل کېږي.
دا کار که یو لور ته له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت نه دی، بل خوا يې د قران کریم اهمیت را کم کړی دی، د دې پر ځای چې خلک قران کریم په غور ولولي، پيغام ته يې متوجې شي، فکر پکې وکړي؛ دوی يې په غونډو کې وايي، تر یوه ښه قران پوه د دوی لپاره یو ښه اواز لرونکی مهم دی، تر هغه کس چې د قران کریم پيغام خلکو ته په سم ډول ورسوي، هغه کس مهم دی چې د غونډې په پيل کې د قران کریم څو ایاتونه د تبرک لپاره تلاوت کړي، بیا د غونډې په اخر کې دعا وکړي؛ نور که د غونډې په جریان کې په عمومي ډول د قران کریم له لارښوونو هر څومره مخالفې خبرې وشي، په خاص ډول د هغو ایاتونو له هدایاتو چې د همدې غونډې په پيل کې تلاوت شي؛ هم پروا نه لري، یوازې د ایاتونو تلاوت غونډې ته برکت ور کړ.
هر شی که د دې سبب شي چې د خلکو توجو د قران کریم له پيغامه بل لور ته کړي، هغه ډېر بد دی، که د عبادت په ډول وي، بدعت دی، که غیر دیني وي، له بدوالي سره وسیلې ته تر هدف ډېر اهمیت ور کړل شوی دی.
د قران کریم یوازې الفاظ جالب نه دي، لوی کمال يې په هغه پيغام کې دی چې د بشر لپاره يې راوړی او د هغه په عملي کېدای يې له بدو ورځو ښو ورځو ته د تګ زېری ور کړی دی.
قران کریم په ګڼو ځایونو کې خلک دې ته رابللي دي چې تاسو له فکره کار واخلئ، د قران په پيغام او ایاتونو کې فکر وکړئ، یوازې د تبرک لپاره نه دی، یو کس که په سینه پسې ټوله شپه قران کریم نیولی وي، خو سهار يې په هدایاتو عمل نه کوي، دې کس ته د قران کریم ګوتڅنډنه چې عذاب به ور کول کېږي، زموږ ټولنه یوازې دې ته اړتیا نه لري چې په قران کریم تبرک تر لاسه کړي، بلکې په هغه پيغام عمل ته اړتیا لري چې د بشریت لپاره په دې کتاب کې راغلی دی.
بدمرغي او منحوسیت د انسان په اعمالو کې دی، انسان ته هر څه له خپله عمله ور پېښ دي:
{قَالُوا طَائِرُكُمْ مَعَكُمْ} [يس: 19].
ترجمه: دوی ویل: بدفالي له تاسو سره ده. یعنې ستا عمل د بدفالي او بدمرغي سبب کېږي.
موږ ته قران کریم یادونه کړې ده چې دین هغه څوک زده کولای شي چې کوښښ ورته وکړي(عنکبوت: ۶۹) او د خپل ځان حال هغه څوک بدلولای شي چې جمعي هڅې ورته وکړي(انفال: ۵۳، رعد: ۱۱)؛ مګر موږ د دغه پيغام عملي جنبې ته نه ګورو، یوازې د کتاب په ورقو برکت راته کافي معلومېږي.
نبي علیه السلام خلک د قران کریم زدکړې ته هڅول:
«إِنَّ اللهَ يَرْفَعُ بِهَذَا الْكِتَابِ أَقْوَامًا، وَيَضَعُ بِهِ آخَرِينَ».( صحیح مسلم، کتاب صلاة المسافرین و قصرها، باب فضل من یقوم بالقران ویعلمه… ح: ۸۱۷)
ترجمه: یقینن الله تعالی په دې کتاب ځینې کسانو ته عزت ور کوي او نور بیا په رسوا کوي.
“اللهم علمه الكتاب” رواه البخاري.
ترجمه: اې الله! په کتاب يې پوه کړه.
څوک په دې کتاب عزت تر لاسه کوي، څوک خوارېږي؟ قران کریم په ګڼو ځایونو کې ویلي:
{إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا} [الإسراء: 9]
ترجمه: دغه قران په رښتیا ډېرې غورې لارې ته هدایت کوي او هغو مومنانو ته چې نیک کارونه کوي د ستر اجر زېری ور کوي.
په قران کریم کې هدایت دی، د عمل لپاره پکې احکام دي؛ که څوک په هدایت نه پوهېږي او په احکامو يې خبر نه وي، نو عمل به له کومه شي؟ دغه کس به هم په غونډه کې قران کریم وايي چې هم دی برکت تر لاسه کړي هم يې غونډه برکتمنه شي.
قران کریم د عمل کتاب دی، څوک چې عمل په وکړي هغه برکت ځنې تر لاسه کوي، څوک چې عمل نه په کوي، تلاوت يې د هغه لپاره د لا زیات وبال سبب کېږي، د یهودو په صفاتو کې الله تعالی ذکر کړي دي چې دوی د کتاب تلاوت کوي، خو عملي اړخ يې کمزوری دی:
{وَقَالَتِ الْيَهُودُ لَيْسَتِ النَّصَارَى عَلَى شَيْءٍ وَقَالَتِ النَّصَارَى لَيْسَتِ الْيَهُودُ عَلَى شَيْءٍ وَهُمْ يَتْلُونَ الْكِتَابَ كَذَلِكَ قَالَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ} [البقرة: 113].
ترجمه: او یهودو ویل، نصارا په دیني لحاظ هيڅ شی نه دي، او نصاراوو ویل، یهود په دیني لحاظ پر هيڅ شي هم نه دي، په داسې حال کې چې دوی کتاب هم تلاوت کاوه، د دوی په شان خبرې هغو هم کولې چې علم يې نه در لود.
دلته د یهودو او نصاراوو د اختلاف ته اشاره شوې ده چې دوی په داسې حال کې یو د بل دین او تدین ردول چې د الله کتاب يې هم تلاوت کاوه، د هغه پر پيغام يې خوږ نه نیوی، د الله کتاب چې په دې اړه څه ورته ویلي وو، هغه يې نه عملي کول، د تلاوت ترڅنګ يې په دین کې یو له بل سره اختلاف و. قران کریم وایي: د مکې مشرکانو هم د دوی په شان ویناوې کولې، هغوی هم نورو ته نسبت کاوه چې تاسو په دیني لحاظ پر هيڅ دین نه یئ، زموږ دین حق دی.
جالبه به هغه وخت وي چې دقران کریم دغه پاسنی ایت د هغې غونډې په شروع کې تلاوت شي چې یوې مذهبي فرقې د بلې مذهبي فرقې په مخالفت کې جوړه کړې وي، د ایت تر تلاوت وروسته سمدستي مناظر اسلام ووايي چې بریلوی په دیني لحاظ هیڅ شی نه دی، زموږ تګلاره ډېره قران او سنت ته نژدې ده، سلفیان هم ډېر افراطیان دي، د هغوی لار هم ناسمه ده، موږ اعتدال مرعات کړی، شیعه بیا تر دې یادو دوو ډلو ډېر ګمراهان دي، خوارج بیخي د اسلام له دایرې وتلي دي.
نن چې موږ سترې مذهبي غونډې وینو، په سر کې يې د قران کریم ایاتونه تلاوت شي، ورپسې د قران کریم د پيغام رسونې په پار علماؤ ته د وینا بلنه ور کړل شي، عوام د دې لپاره ورته ناست وي چې د خدای د کتاب په پيغام پوه شي، دوی چې را ولاړ شي، همدغه کیسه ورته کوي چې موږ پر حق یو، زموږ فکري مخالفین ټول پر ناحقه دي، د شیخ القران والحدیث په القابو نازول شوی کس هم د دې پر ځای چې خلک د الله په کتاب پوه کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم تګلاره ورته بیان کړي، د قران کریم د زدکړې فضیلت ورته ذکر کړي، له بدو اعمالو يې نفرت په زړونو کې پيدا کړي، په ټولنه کې يې نیکو کارونو ته وهڅوي، تعلیم ته يې تشویق کړي، زغم او صبر ته يې را وبولي، د یوه مسلمان پر بل مسلمان حقوق ورته بیان کړي، د پر هر مسلمان د ناحقه ټاپو لګولو او تهمت ویلو ګناب ورته روښانه کړي، دی هم د مذهبي اختلاف لمن ونیسي، د اسلام د روح پر ځای له خپلې تګلارې د دفاع په لار کې د خپل ځان کارنامې ورته بیانوي، د خدای د عظمت پر ځای د خلکو عظمت ورته بیانوي، د دین د حقانیت پر ځای د خپل ځان حقانیت ورته بیانوي.
الله دې رحم وکړي، له موږ سره دې ټولو ته سمه لار وښيي، د ټولنې لپاره د پوهانو کار دا وي چې هغه ټولنه له انتشاره وساتي، متحده يې کړي، د ټولو اقشارو، فکري مکتبونو او ډلو لپاره مشترک ټکي پيدا کړي او پر همدې نکتو يې د متحد ساتلو په پار هڅې کوي، زموږ بدمرغي داده چې عالمانو مو د ټولنې د انتشار لپاره ملاتړلې ده، د مذهب او دین په نوم دغه انتشار به د ټولنې لپاره ډېرې بدې پایلې ولري، هیله ده خلک د قران کریم پر پيغام سره راټول کړل شي، نه دا چې د قران کریم په نوم سره وویشل شي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې په نوم اتحاد ته را وبلل شي، نه دا چې هغه طریقه د اختلاف ذریعه جوړه شي. په دې توګه به هم ټولنه خرابه شي، هم به دین بد نامه شي او هم به پوهان و عالمان خپل حیثیت پکې وبایلي.
۲۰۲۲/۱/۳۱
د ټولو اخلاقی غونډو پيل د قران کریم د تلاوت سره سم او پر ځای کار دی. د اسلام دین د نورو دینونو څخه یو غټ فرق دادی چه مسلمانان خپلی غونډی د قران کریم په تلاوت سره پیل کوی.
بدعت په عمومی ډول دوه ډوله لری یو یی دینی او بل یی رواجی دی. چه په دغه دواړو کی په غونډو کی د قران کریم تلاوت جایز دی.
والسلام
د رواجی بدعت څخه زما مقصد دنیاوی بدعت دی