سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهروسيه: ط دې بشري حقونه او پراخ بنسټه حکومت ومني، چې نړيوال...

روسيه: ط دې بشري حقونه او پراخ بنسټه حکومت ومني، چې نړيوال مشروعيت کې يې مرسته وکړو

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې شلمه)‏ ‏د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، چې که طالبان د بشري حقونو د تامين او پراخ بنسټه حکومت جوړولو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي، دوی به یې د نړیوال مشروعيت په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

نوموړي يوې روسي رسنۍ ته ويلي، چې د نړيوال مشروعيت د ترلاسه کولو لپاره طالبان اړ دي، چې بشري حقونو ته درناوی او د ټول ګډونه سياسي او قومي جوړښت رامنځته کيدو ته غاړه کېږدي.

روسي استازي ټينګار وکړ، چې نړيواله ټولنه د طالبانو د مشروعيت لپاره دوی نه مشخصې غوښتنې لري.

د ضمير کابلوف په وينا، د نړيوالو تر ټولو مهمه غوښتنه د طالبانو له لوري د یوه ټول ګډونه قومي- سياسي حکومت جوړول دي.

د هغه په وينا، اوس هم د طالبانو په حکومت کې د نورو قومونو استازي شته، خو ټول طالبان دي.

د کابلوف په خبره، بله مهمه خبره چې نړیوال یې له طالبانو څخه لري، بشري او ښځينه حقونو او مدني فعالانو ته درناوی دی.

له دې سره روسي استازي ويلي، چې پر طالبانو خپل نظرونه نه غواړي تحمیل کړي، خو سپارښتنه یې ورته دا ده چې دوی باید د نورو مسلمانو ملتونو د حکومتولۍ تګلارې مطالعه کړي.

د ضمير کابلوف په وينا، که طالبان غواړي په واک کې پاتې شي، افغانانو ته د ژوند مناسب شرایط بايد رامنځته کړي، چې دا د اقتصادي او نړيوالو بشردوستانه مرستو پرته شونی نه دی.

طالبانو د روسیې د ځانګړي استازي دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب