جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهترکيه: کابل کې د ويزو ورکړه او مزار کې قونصلي خدمتونه پیلوو

ترکيه: کابل کې د ويزو ورکړه او مزار کې قونصلي خدمتونه پیلوو

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې شلمه)‏ ‏د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي نن د ترکيې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره تیلیفوني خبرې وکړې.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دغه اړیکه کې ښاغلي متقي د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه میرمنه چې په کورونا اخته شوي دي د روغتيا پوښتنه وکړه او د طالبانو د مشرتابه د خواخوږئ پیغام یې ورسره شریک کړ .

 متقي دغه راز، د ترکیې هېواد له لوري د نېکۍ په اورګادي کې د ٧٥٠ ټنه خوراکي او ژمني توکو چې د فبروري میاشتې په ٧ نيټه د تورغونډۍ بندر ته را ورسېدل مننه وکړه.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير اوغلو ډاډ ورکړ چې له ٥٠٠ تر ٧٠٠ ټنو پورې نورې مرستې به هم د روانې فبروري میاشتې په پای کي افغانستان ته ورسیږي او د ترکیې سرې میاشتې او نورو خیریه موسسو له خوا د مرستو لړۍ به دوام ولري.

ښاغلي اوغلو همدارنګه په کابل کې د ویزو د ورکړې بهیر د پیلیدو څخه خبر ورکړ او وعده یې وکړه چې د مارچ په میاشت کې به په مزار شریف کې هم د ترکیې هېواد قونصلي خدمتونه پیل شي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، اوغلو د دوی حکومت د مثبتو اقداماتو هر کلی وکړ، او د پوهنتونو د پيلیدا په اړه یې خوښي څرګنده کړه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب