Homeخبرونهولي نعیمي د اتمر په غوښتنه په م.م کې د افغانستان د...

ولي نعیمي د اتمر په غوښتنه په م.م کې د افغانستان د نمایندګۍ سرپرستي پيل کړه

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې شلمه)‏ د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو د وزير محمد حنيف اتمر په غوښتنه ‏‏محمد ولي نعیمي په ملګرو ملتونو نړيوال سازمان کې د افغانستان د نمایندګۍ د سرپرست په توګه خپله دنده پيل کړه.

پر دغې دندې د نوموړي د ټاکل کیدو غوښتنه حنيف اتمر څو ورځې مخکې د يوه رسمي مکتوب په استولو سره د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه کړې وه.

ملګرو ملتونو په دغه نړیوال سازمان کې د افغانستان څوکۍ تراوسه هم د پرځول شوي جمهوري نظام مخکينيو دیپلوماتانو ته پريښې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې، د دوی حکومت ته د افغانستان د استازيتوب د څوکۍ له ورکړې ډډه وکړه او پريکړه يې وکړه، چې د جمهوري نظام دیپلوماتان به خپلو دندو ته دوام ورکړي.

له دې پریکړې وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير غلام محمد اسحاقزي له دندې استعفا وکړه.

د هغه له استعفا وروسته، د نوموړي يوه کارکوونکي نصير احمد فایق د افغانستان د نمایندګۍ سرپرستي کوله.

فایق په وروستيو کې له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د مفسدو چارواکو شتمنۍ کنګل او دوی محاکمې ته را کاږي.

نوموړي د نړيوال سرمنشي په نوم د حنیف اتمر استول شوی لیک د خپلو همدغو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ګڼلی دی.

1 COMMENT

  1. د امریکا او د انګریز انتخاب دی، اتمري هسې غ خوړلي، اتمر څه کاره؟ کومه سوړه بوړه کې پټ دی؟ اتمری افغانستان کې اوس د یوې لکړې ځای هم نه لري هههههه د MI6 تصمیم دی د خپل ګوډ ارجل امپریال سوسیالیست ګوډاګي په خوله یې نشر کړی ههههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...