Homeخبرونهد کرونا بيا ځلي شدت، افغانستان کې ېې ۱۰ نور کسان مړه...

د کرونا بيا ځلي شدت، افغانستان کې ېې ۱۰ نور کسان مړه کړي

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې شلمه)‏ ‏د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کرونا ۶۷۰ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر جاويد هژبر په وینا، په یاده موده کې د کرونا ۶۵۱ ناروغان روغ شوي او ۱۰ تنه مړ شوي دي.

سرچینې د دغو پېښو او زيانونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د کرونا د یوې نوې او خطرناکې بڼې د زیاتیدو انديښنې زياتې شوي دي.

د طالبانو له واکمنیدو او د نړیوالو مرستو له محدوديت سره د کرونا پر وړاندې د مبارزې سلګونه مرکزونه تړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...