Homeخبرونهکرزي د پوهنتونونو د بيا پيل هرکلی وکړ

کرزي د پوهنتونونو د بيا پيل هرکلی وکړ

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې څوارلسمه)‏ ‏‏د ‎افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هیواد کې د پوهنتونونو د بیا پیل له اعلان څخه هرکلی وکړ او نېک اقدام یې وباله.

کرزي پر ټولو محلصینو (نجونو او هلکانو) غږ وکړ، چې د هېواد روښانه راتلونکې د‎ افغانستان د ځوان او تعلیم یافته نسل هڅې او زیار پورې تړلې ده او له دوی څخه غواړي چې د هېواد د ترقي او د خپلو خلکو د هوساینې لپاره په پوره مینې او علاقې خپل درسونه پر مخ بوزي تر څو هم ځان د علم په زیور سمبال کړي او هم خپل هېواد او خلکو ته د خدمت جوگه شي.

طالبانو پرون په هېواد کې د ګرمسیرو پوهنتونونو د بيا پيل اعلان وکړ.

یو شمېر نورو خلکو د پوهنتونونو د پیل د هرکلي ترڅنګ د تحصيلي مهالوېش پر ګډوډۍ نیوکې کړي او په دې اړه ېې د طالبانو نا مسلکي چلند نقد کړی.

1 COMMENT

  1. دا کرګس باید په هرخبر باندی خپګان او خوشی ښکاره کړی رشتیا چی دیر بیشرم سړی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...