دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهراپورونه: ۲ نورې ښځينه فعالانې او یو سیمه ییز سندرغاړی نیول شوي

راپورونه: ۲ نورې ښځينه فعالانې او یو سیمه ییز سندرغاړی نیول شوي

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې څوارلسمه)‏ ‏راپورونه ښيي، چې طالبانو کابل کې ۲ نورې ښځينه فعالانې او یو سیمه ییز سندرغاړی نیولي.

ويل شوي، چې په کابل کې نیول شوې فعالانې زهرا حقپرست او مرسل عیار نومیږي.

د مرسل عیار په نامه د نیول شوې فعالې اصلي نوم واعظه کاکړ دی.

له دې سره، د طالبانو له لوري د موسی شاهین په نوم د پنجشېر ولايت د یوه سیمه ییز سندرغاړي د نيول کيدو خبر هم ورکړل شوی.

سرچينې وايي، چې دا سندرغاړی ایران ته روان و، چې د کابل- هرات له لوېې لارې څخه طالبانو ونيوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازيتوب دفتر ( يوناما) په يوه اعلاميه کې له طالبانو غوښتي، چې نيول شوې ښځینه فعالانې ژر خوشې کړي.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي د فرانسې خبري اژانس ته په تازه مرکه کې د ښځینه فعالانو نیول کیدل رد کړي.

5 COMMENTS

  1. يو ځل بيا دا زهرجن تبليغات د افغانستان د دښمنانو دي، او که طالبان دا يو دم چي تاسو ورته سندرغاري وايي له پنجشير ولسوالي څخه نيولي وي نو دا دير ښه کار شوي دي. الله دي دوي کامياب لري. وسلام

  2. هغه افغانان اوس چيرته غلي ناست دي، چې د حکومت ضد و او دروغ به يې پسې ويل او تړل چې هلی د افغانانو ناموس ته يې سپکاوی کړای، د شپې ملي اردو د خلکو کورونو ته ور ځي، هاده او دا ده، اوس بې غرتو ولې غلي يي په رڼا ورځ د افغانانو ښځې او لورانې يو پنچابی طالب بیا ټول داسې غلي دي لکه په افغانستان کې چې نر نه يې پاتی،خدای مو نور هم وشرموه، داسې کړنې نه روس کړي نه امريکا نه حکومت. طالب دې خبر وي چې په داسې کړنو به آخر خپل ځان بیا په خلکو سم کړي… هلته وايي موږ نړي ته ماته ورکړه خو د يو څو ښځو اعتراض نسی زغملی…

  3. انډیواله دا عکس ډیر زوړ دی حقیقت نلري ، ورځۍ زدکړه وکړۍ خپل هیواد مو په خپله اباد کړۍ ! پردی کټ تر نیمو شپو وي څوک چې زما دکلي مجاهد ته پنجابی وایې هغه یا ډیر بې شعوره او یا د پردویو مذدور به وي !

  4. بښنه غواړم راځۍ رښتیا او وجداني قضاوت وکړو. کله سي د اشغال په وخت په ښځو یرغل کیده او د خلکو نه لوڼي په زور وړل کیدلې او یوازي د کابل په ښار کې اته سوه رڼډتونونه وه، ولي دغه د بشر مدافعانې د ښځو حق غوښتونکې نه پاڅیدلې ؟ دغه اوس سي دغه څو بدرد وایی ددې لپاره سي د لویدیځ لمنې ته ځان ورسوي.

  5. سید م. وروره!
    باور مو وسه چی نن سبا د هر فکری جریان ( هم د حکومت بدنه او هم د حکومت نه بهر غورځنګونه) د سخت نقد او حتی اعتراض وړ دی او سخته به وی چی برائت ورکړه سی او سپېڅلتیا ئې ثابته سی.
    تاسی لیکلی دی چی د اشغال په وخت کی یوازی په کابل کی اته سوه رنډۍ خانې فعاله وی. ستاسی دا ادعا به ومنل سی او حتی ۸۰۰ به زر وشمېرو
    خو
    پوښتنه دا ده:
    تروریسټ طالب له یوې خوا هدفی او یا ړندې حملې او ترورونه تر سره کول او ضمناً ئې دا ادعا هم درلوده چی ګواکی استخباراتی تشکیل او نفوذ ئې هم قوی دئ نو ولی ئې د حمام او مکتب او بازار او عمومی اماکنو پر ځای دا فاحشه خانې نه په نښه کولې؟
    بناً
    د ځګ څخه جوړه سوې استدلالی کلاه د دفاع او اوسېدو وړ نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی