دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمتقي: نړیوال مشروعيت موندلو ته نيږدې شوي يوو

متقي: نړیوال مشروعيت موندلو ته نيږدې شوي يوو

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې څوارلسمه)‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په يوه تازه مرکه کې ويلي، چې حکومت یې د نړیوال مشروعيت د پیدا کولو په درشل کې دی او ور نيږدې شوی.

نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته دا هم ویلي، چې امريکا دې د افغانستان کنګل کړې بانکي زېرمې ور خوشې کړي.

متقي د دغو بانکي زېرمو ور پريښودل ډ افغانستان د بشري ناورين د مقابلې لپاره اړين ګڼلي.

د ده په وينا، نړيوال ورسره د تعامل په تکل کې دي او له اروپايي او عربي هېوادونو څخه تمه لري، چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير دا هم ويلي، چې دوی د چا تر فشار لاندې نه دي او د خپلو پروګرامونو له مخې مخته ځي.

ملا متقي د ښځينه معترضینو پر وړاندې د طالبانو د تاوتريخوالي ادعاوې هم رد کړي او ويلي، چې دا خبرونه واقعيت نه لري.

1 COMMENT

  1. مولوي صاحب،
    تر اوسه لا ډېر واټن ترمينځ شته چې هغه لا رالنډ شوی نه دی.
    ګوړه ګوړه وايه خوله به دې خوږه شي.
    کورنی مشروعيت دې لا نشته او بله دا چې که تاسې او يا مو ملاتړی پاکستان ښه په دې باوري يې چې تاسې يې ګټلای شئ، نو بيا سمه ده او کنه، نو ولې له ټاکنو تښتئ او ځان ترې په په څنګ تېروئ؟
    پنجاب 51 کاله تر مخه د مفتي محمود حکومت د خيبر پښتونخوا لپاره نه شو زغملی او د هغه ايالتي حکومت منحل کړ، نو نن څنګه خپله 51 کلنه زړه نسخه پر تاسې دلته پلې کوي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب