Homeخبرونهد بلوچ ازادي غوښتونکو په بریدونو کې پاکستاني پوځ ته درنه مرګ...

د بلوچ ازادي غوښتونکو په بریدونو کې پاکستاني پوځ ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۱۴مه) راپورونه وايي چې تېره شپه په بلوچستان ایالت کې د پاکستان د پوځ پر دوو مرکزونو انتحاري حملې شوې او د پاکستان پوځ ته یې درنه مرګ ژوړبله اړولې ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د دغو بریدونو په غبرګون کې پوځ ستایلی چې د قربانیو په ورکولو یې د دښمن بریدونه په شا تمبولي دي.

د عمران خان په ټویټ کې د یوه پوځي د وژل کېدو یادونه شوې ده.

خو د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت وايي چې ۴ پوځیان او ۱۵ حمله کوونکي وژل شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ډلې، چې د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي، د دغو بریدونو مسوولیت منلی دی او ادعا یې کړې چې ۵۰ پوځیان یې وژلي دي.

تر دې څو ورځې وړاندې د بلوچ ازادۍ پوځ د وسله والو په انتحاري برید کې چې د تلاشۍ پر یوه پوسته یې وکړ د پاکستان د پوځ ۱۰ سرتېري ووژل شول.

بلوچ بېلتون پالو پخوا انتحاری بریدونه نه کول خو په افغانستان کې د طالبانو له بري وروسته، چې انتحاری بریدونو پکې ډېر رول درلود، د بلوچستان بېلتون غوښتونکو هم دې ډول بریدونو ته مخه کړې ده.

په تېرو کلونو کې د پاکستان پوځ او حکومت ادعا کوله چې د افغانستان حکومت د بلوچ بېلتون غوښتونکو او همداراز پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي خو د افغانستان د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته په پاکستان کې د دواړو حکومت مخالفو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي.

4 COMMENTS

  1. GREAT NEWS;
    WE SAYING WELL COME TO BROTHERS BALOOCH LIBRAL ORGANISATION;
    PAKISTANI ARMY KILLED THOUSANDS OF BALOOCH&PUKHTOONS.
    PAK ARMY IS NOT STRONG THEY ARE VERY WEAK.PUKHTOONS MUST GET FREEDOM /.
    HOW LONG PUKHTOONS MUST BE HOME LESS IN ARABI COUNTRY.OR CHAOKIDAAR.
    I AM CALLING TO ALL CHAUKIDAR AND MAZDOOR IN Middle East COME AND STAY WITH T T P AND FIGHT FOR FREEDOM.
    THANK YOU

  2. هغه چي وایی،چاه کن در چاه است ، بیا هم عملاٙٙ مصداق پیدا کوی
    جاهل او ظالم حکام د پند او عبرت ظرفیت نلری، ان شاء الله سقوط یی حتمی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...