یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د میټا سوپر کمپیوټر ستر بدلون راوستلی شي

د میټا سوپر کمپیوټر ستر بدلون راوستلی شي

تاند- میټا شرکت په نړۍ کې د مصنوعي ذهانت تر ټولو چټک سوپر کمپیوټر جوړ کړ. راپورونه وايي، دا کمپیوټر په نړۍ کې د مصنوعي ذهانت په برخه کې انقلاب راوستلی شي.

دا نوی کمپیوټر، چې (AI Research SuperCluster (RSC) نومېږي، په هره ثانیه کې ملیونونه عملونه اجرا کولی شي او د میټا نوې مجازي نړۍ یا میټاورس ته د پراختیا ورکولو لپاره ضروري ښکاري.

په دې سوپرکمپویټر تریلینونه عملیات کېږي او دومره لوړ ظرفیت د دې کمپیوټر له لوري د زده کولو قدرت خورا لوړ حد ته رسوي.

دا سوپرکمپیوټر ۶ زره ۸۰ ګرافیکي پروسیسرونه لري او میموري یا حافظه یې ۱۷۵ پټابایټه یعني یو ملیارد او ۴۰۰ ملیون ګېګابایټه ده.

دا بری په ساینس او ټکنالوژۍ کې خورا ستر بدلون راوستلی او د کمپیوټر د محاسیو توان زښت زیاتولی شي.

دا ستر کمپیوټر د میټا له مصنوعي ذهانت سره مرسته کوي چې په سلګونو ژبو کار وکړي.

په همدې حال کې ګوګل هم د مصنوعي ذهانت کوانتومي سوپرکمپیوتر ته د پراختیا ورکولو په حال کې دی.

ګوګل په ۲۰۱۹ کې د کوانتومي کمپیوټر پر جوړولو بریالی شو.

د کوانتومي تفوق (Quantum Supremacy) معنا دا ده چې یو کوانتوم کمپیوټر داسې محاسبې کولی شي چې نور کمپیوټرونه، حتی د اوسنۍ نړۍ تر ټولو قوي کمپیوټرونه په مناسب وخت کې د هغو د پروسیس کولو امکان نه لري.

مثلاً کوانتوم کمپیوټر هغه محاسبه په ۳ دقیقو او ۲۰ ثانیو کې کولی شي چې د اوس وخت تر ټولو قوي کمپیوټر، چې د آی بي ایم (Summit) کمپنۍ کمپیوټر دی، د هغې محاسبې ته نژدې ۱۰ کاله وخت ته اړتیا لري.

د ګوګل، آی بي ایم او مایکروسافټ په شان د نړۍ تر ټولو سترې کمپنۍ له کلونو راهیسې د کوانتومي کمپیوټر پر جوړولو کار کوي.

دا ډول کمپیوټرونه له موجودو کمپیوټرونو سره ډېر توپیر لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب