Homeخبرونهد سالنګونو لویه لاره وتړل شوه

د سالنګونو لویه لاره وتړل شوه

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې څوارلسمه)‏ ‏‏‏د‌ افغانستان په شمال کې د سالنګونو د ساتنې رياست ويلي، چې د سالنګونو لویه لاره د سختو ورښتونو له امله تړل شوې ده.

د دغه ریاست رییس قاضي عبید ویلي، چې دغه لویه لاره د سختو واورو او بادونو له کبله تړل شوې ده.

هغه له خلکو غوښتي، چې د لارې د پرانیستلو په اړه د دوی د خبرتيا تر خپریدو پر سالنګونو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ګڼو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او بادونو وړاندوینه کړې ده.

طالب چارواکو ویلي، چې د سالنګونو د لويې لارې د پاکولو لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...