یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملاله يوسفزۍ: ط له اسلام څخه په ناسمې استفادې د ښځو حقونه...

ملاله يوسفزۍ: ط له اسلام څخه په ناسمې استفادې د ښځو حقونه نه شي ختمولای

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې څوارلسمه)‏ ‏‏‏د‌ سولې د نوبل نړیوالې جايزې يوازينۍ ګټونکې ملاله یوسفزۍ د طالبانو پر وړاندې د افغان ښځو د حق غوښتنې د مبارزو د مثبتو پايلو هرکلی کړی دی.

نوموړې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې پر طالبانو د افغان ښځو اعتراضي حرکتونو پايله ورکړې او طالب چارواکي یې د ښځو د غږونو اوریدو ته مجبوره کړي دي.

ملالې یوسفزۍ ټینګار کړی، چې طالبان د اسلام له نوم څخه په ناوړه استفادې افغان ښځې د دوی له حقونو څخه نه شي محرومولای.

 طالبان په وروستيو کې د ښځو د حقونو د نقض له کبله په ملي او نړيواله کچه له سختو فشارونو سره مخامخ دي.

طالبانو میلیونونه افغان نجونې له زده کړو او د کار او فعاليتونو له حقونو څخه بې برخې کړي دي.

له دې سره طالبان ټينګار کوي، چې ښځو ته به خپل حقونه تامين کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو له لوري د ښځينه او نورو معترضینو د نيولو او وژلو په اړه تورنیږي، خو دوی دا تورونه نه تاييدوي.

2 COMMENTS

  1. پورته لیکنی له دوو زاویو د څخه د تحلیل وړ ده؛ په لنډه توګه:
    د سولی د نوبل د جائزې او حتی علمی جائزو د استحقاق تشخیص د یهودو سره خوندی دئ.
    د سولی د جائزې ټول ګټونکی ( ممکن استثنا پکې وی ) د صهیونیزم د ګټو ساتلو ته وفادار دی او اکثره د سولی د جائزې ګټونکی خپله د سیاسی او اقتصادی او فرهنګی جنګونو لوی ملاتړی وه او دی.
    دا چی ملالۍ یوسفزۍ د نوبل د جائزې وړ ګڼلې سوېده، تر شا ئې لس د حرامزادګۍ انګېزې نغښتی دی.
    ملالۍ پدې خاطر د جائزې وړ بللې سوېده چی د ښوونی او روزنی او مکتب او ښوونځۍ د تنَفس کلکه طرفداره ده ( البته هر صالح او نیک انسان د خپل وطن د بچو د علم او زده کړی تږئ دئ ) خو پوښتنه دا ده چی استعمار او صهیونیزم څنګه پدې نه دئ بریالی سوئ چی په پښتنی سیمو کی د مکتب د سوځلو او تړلو مخه ونیسی؟
    آیا د مکتب دښمنان د همدغه استعمار او د استعمار د شتمنو مزدورانو ( خلیجی عربو ) په مالی او سیاسی ملاتړ نه دی سمبال سوی؟ آیا همدا د طالب پروژه یوه استعماری پروژه نه ده؟
    په هره توګه، ملالۍ او ملالۍ غوندی کسانو ته فقط د استعمارګرانو د ابزاری او تبلیغاتی موخو او اهدافو د تحقق ماموریت ور سپارل سویدئ څو هم دین په ټکَوی او هم پښتون په تحقیر او سپک کړی.

  2. ملالی داسلام سره مبارزه کوی او دانګلیستان په استعماری پوهنتون کی روزل سوی ده او دمطلق لیبرالیزم طرفداره ده. دهغه ځینی نظرونو تیر کال دمسلمانانو احساسات زحمی کړل جه په پاکستان او نورو دولتو کی باندی تبصری وسوی.
    ملالی درواغ وایی. طالبانو وعدی کړی وی او هغو ته وفادار دی. دهغوی دځنډ نه دغه داستعمار اجنتانو سوء استفاده وکړه او په ملی ضده او اسلام ضده حرکاتو یی پیل وکړ. اوس چه دطالبانو دځنډ اخیری ورځی دی نو ملالی او دهغی په ډول په شارو او کوڅو کی بیشرمه ښځی دعوه کوی چی دوی کامیابه سوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب