یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحشمت غني له ولسمشر غني سره وروستۍ لیدنې تایید او د نوموړي...

حشمت غني له ولسمشر غني سره وروستۍ لیدنې تایید او د نوموړي تازه پروګرامونه په ډاګه کړل

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې څوارلسمه)‏ ‏‏د افغانستان د کوچيانو شورا مشر او د ولسمشر غني کشر ورور حشمت غني احمدزي له ولسمشر غني سره خپلې وروستۍ لیدنې تایید کړې.

نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې په وروستيو کې ېې څه موده له ښاغلي غني سره تېره کړې ده.

د هغه په وينا ولسمشر غني د حمدالله محب او فضل محمود فضلي په ګډون له خپلو نیږدې سلاکارانو سره په وروستيو کې هېڅ ډول اړیکه نه لري.

حشمت غني زياتوي، چې ورور یې له هیڅ ډول سیاسي انګېزې پرته د افغانانو د ژوند ښه کيدو لپاره د لارو چارو په موندلو بوخت دی.

خپله ښاغلي غني هم د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته په خپله يوازينۍ مرکه کې د افغانستان د بشري ناورين د حل لپاره د لارو چارو د موندلو لپاره د هڅو خبر ورکړی و.

ښاغلي غني په دې مرکه کې دغه راز ویلي وو، چې د ټولو قشرونو د استازو په ګډون د لویې جرګې د جوړېدو له لارې د افغانستان د قضېې د حل ټینګار کړی و.

د يادونې وړ ده، چې ولسمشر غني د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته تللی.

د هغه ورور نه دي ويلي، چې نوموړي سره لیدنه یې په همدغه ښار که بل ځای کې شوې ده؟

3 COMMENTS

  1. آرمان مو زړه کې پاتی شو چې غنی زموږ تاریخی دښمن، شمال ټلوالی، مفسدو لنډغرانو او په خپله امریکی دافغانستان آبادی ته پرینښود د کار لپاره د هغه لاسونه یی تړلی و او دفکر، تصمیم او هدیاتو صادرولو لپاره یی هغه لویو اندیښنو سره مخ کړی و، دهغه فکر، انرژی ا او وخت یی ټول له منځه وړ، له دې اضافه موږ حق نلرو چی غنی بابا وځورو او ستومانه یی کړو، هغه نور له موږ څخه مرور او خپه ولاړ، موږ یی ملا ونه تړله، بیا به سیاست ته هیڅ ونه ګوری، خو علمیت ته یی موږ احتیاج یاستو. داسې احتیاج لکه جل وهلی چی اوبو ته ضرورت لری. که اوس یو څو فکری لاری ځوان کول ته وښيي لوی خدمت به یی وی هغه دا:
    -څنګه به دخپلو اوبو په مدیریت کامیاب سو، دی بیسواد ولس ته څنګه ددوی راتلونکی وښیو ؟
    -څنګه د خپلو منابعو له آفت ځان وژغورو؟ د مخابراتی (نړیواله شبکه کی آزاد ګرځیدو) انترنیتی استقلال ساتنی لپاره خپل د نړیوال جال له شرق څخه شمال ته انتقال کړو؟ لکه څرنګه چی تاسو یی خیال درلود.
    -څنګه وکولای شو چی د نورو دښمن او سیال هیوادو اقتصادی ښامار په خپله سینه له کشیدو لری ، خو په عوض یی د څلورم صنعت له مزایاوو په استفادی ځان دترانزیت مالک او تاریخی افغانستان فقط یو مفتوحه سیمه نه، بلکی د تمدن او تجارت چهارراهی وګرځوو؟ کوم چی تاسو یی دلاری نقشه لرله .
    – تاسو تل ویل چی پرته له اقتصادی استقلال ، هیڅ ډول استقلال ممکن ندی، نه فکری استقلال، نه عقیدوی، نه سیاسی او نه بل، نو داقتصاد دښه کیدو یوه آسانه او واضحه کنجی یا کلی ځوانانو ته په لاس کی ورکړی، سره دی چی دا فکر مو تیرو شلو کلو کی ورکړ، خو باید دا فکر همداسی تاند او ځلاند پاتی شی چی موجود عقبګرد او د تاریخی شاتګ یی هیر نکړی، او د دښمن دسایس دغه فکر را ته ځوانیمرګ نکړی،
    -د متحد او مترقی افغانستان لپاره د قومونو د اتحاد یوه تجربه را ته په غږ یا لیکلی بڼه د یو معنوی ګنج په توګه په لاس راکړئ،
    -له موجود فتالیزم د وتلو لاره څومره درته ممکنه ښکاری، البته ستاسو په لارښوونه کی به ځوان نسل ته انرژی ورپه برخه شی ترڅو ځان له فتالیزم خلاص کاندی او نور هغه څه چی تاسو یی د خپل متبحرانه علمیت په رڼا کی وطنوالو ته لازمه بولی.
    په ډیر درناوی
    با با خدای مو ژوند ی لره
    افغانان ډیر بی طالع یا بد طالع قوم دی
    نوټ : هیله ده که وروڼه نظر ورکوی د دی وطن راتلونکی، عزت، تاریخی پرتم او له پردیو د استقلال مفکوره په پام کی ولری، نه دا چی صرف دښکنځلو یوه څو توری وی چی پکی د قلم عفت او افغانی پت پایمال شی، دا ځکه چی افغانستان د خپل تاریخ بدترین وضعیت کی دی. پښتون باید نور متعالی ارزښتونو ته ځیر او ور اوچت کړو ، له دی ذلیل حالته وتل په کار دی. موږ نه فخر افغان باچا خان او نه غازی امان الله او نه داود خان وپیژاند، څوخلې مو تاریخی ګوزارونه وزغمل خو پند او عبرت مو وانخیست . بیا هم دعاکوم چی باعزته اوسئ

  2. محترم ورور وحید صاحب ته
    السلام علیکم و رحمت الله و بعد
    زما تجربه او مطالعه بیا دا وایی؛ چی ایکاش دغه د تاسی وړاندیز ته د قدرت په وخت کی غنی پام کړی وای،زه در سره موافق یم چی د بن د معاملی کورنی عواملو او ملیشو نه یواځی غنی بلکی کرزی یی هم کار ته پرینښود، خو چی د ملت اکثريت غنی ته د ښه شهرت په بنا رایه ورکړه او غنی برلاسی پیدا کړه د سالم بدیل لپاره یی هڅه ونکړه، د علم،دین او تجربی پر خلاف یی د ځوانانو تر نامه لاندی دائم الخمر ،په بهر کی مفسد او ارذل الناس ،د اسلامی او افغانی ارزښتونو سره نا اشنا او غیرمتخصص په جاهلی تعصباتو ملوث کسان راټول او په لوړو کرسیو یی ونازول،او موږ یی نه صداقت ولید او نه ملی ګټو ته ژمنتیا ۰
    د عدلیی وزارت له عباس کریمی نه تر د۰انور پورې چی اکثراََ اخوانیان وو،د غنی د،تفرقه بیندازو حکومت کن،سیاست لاندی د دوستم حزب یی په رسمیت پیژندو خو د حکمتیار حزب،انور نه منلو
    کرسۍ او صلاحیتونه داسی ویشل کیدل لکه شخصی او فامیلی تولیدات۰
    په تیرو شلو کلونو کی د بن د معاملی تولید،په جاهلی تعصباتو متعفن بنیادونه چی د تنظیمونو ،قومونو او د خاینو سیاسیونو په انحصار کی یی فعالیت درلود او چا ځانونه د قومونو او ځینو هم د ستم ملی،افغان ملت ،خلق او پرچم او اخوانیانو نمایندګی کوله،یواځینی مشترکات یی غلا، خیانت او معاملی وی ،خو مظلوم ملت یی نه ثمره د تخصص ولیده او نه کوم د یادونی وړ خدمت۰
    موږ د ملت جوړونی وړاندیزونه غنی ته وکړل او د موءمن ملت د قوت او عزت ،اسباب مو ورته ذکر کړل او نورو ارکانو ته مو هم په کراتو تذکر کړی دی خو از ،پیش کله کر یاسین خواندن بیش نبود۰
    زه اکثراٙٙ هغه د لوړو زده کړو لرونکو او متخصصینو ته چی خاین او فاسد وی ،تعلیم یافتګان بی تربیه خطاب کوم او دلیل مې لاندی ایت شریف دی
    مثل الذین حملوا التورات ثم لم یحملوا ها کمثل الحمار یحملوا اسفارا
    چې سعدی رح دا مطلب داسی افاده کوی
    علم چندانکه بیشتر خوانی چو عمل در تو نیست نادانی
    نه محقق بود،نه دانشمند چار پایی برو کتابی چند
    ان تهی مغز را چه علم و خبر که بر او،هیزمست یا دفتر
    او بل شاعر وایی
    نسازد علم بی اخلاق فخر مرد را ظاهر ګر به ظاهر درس دهد صد فخر رازی را
    او مرحوم ایت الله محسنی به خپلو طلباوو ته به یی ویل،طلبای عزیزم
    ملا شدن اسان است ولی ادم شدن خیلی مشکل است
    نو که موږ اهل ادم ته امانات وسپارلی شو نو بیا د نارینه او ښځې،قومی ،سمتی او نورو ناروا ویشونو ته،قطعاََ نه اړ کیږو
    او همدا یواځینۍ حل لاری په ټوګه د اسلامی امت په تاریخ کی په زرینو کرښو ثبت ده۰

  3. ډاکتر صاحب همت، السلام علیکم
    ستا پاک احساس ستایم. د غنی د بی سنجشه مقرریو یو مثال فاسدالاخلاق فضلی و چې د بداخلاقی شواهدی او اسناد یی د انکار وړ ندی اما تاسو عالم او پوه اشخاصو ته اشاره کړی ده. باور مو وشه چی دپوه او عالم پروا چا نلرله هغه عالم او پوه، ښه استاد، ښه لیکوال باوجدانه روشنفکر ، بیغرضه او ښه دینی عالم چی د خپلی ټولنی په نبض پوهید او ملی اسلامی ارزشونه ورته مطرح و، دهغه کیسه کی څوک نه و ، بلکی داډول اشخاص روحی رنج کی ګرفتار و په همدی خاطر ټولو ۱۰۰٪ یقین درلود چی دا فاسد نظام چپه کیږی، وروست دیوال غوندی مازی په یوه بهانه را غورځی او همداسی وشول ، خو غنی کم له کمه پوه سړی و علمیت کی یی هیڅ شک نشته، خپله فاسد نه و مګر نظام یی په مالی او اخلاقی او اداری فساد کی مثال ندرلود. غنی د منطقی په اړه نړیوال سیاست باندی ښه خبر و موږ وایو چی لږ واقعیتونه را ته څرګند کړی ځکه چی د امریکی او غرب ډیر رموزات ورته معلوم دی. ستا لکینی سره موافق یم په احترام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب