یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهفعالان: ذبيح الله مجاهد مو د منظور پښتین په ملاتړ لاریون لغوه...

فعالان: ذبيح الله مجاهد مو د منظور پښتین په ملاتړ لاریون لغوه کړ

تاند: (جمعه، د دلوې پینځلسمه)‏ ‏‏په کابل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو شمېر پلويان وايي، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یی د هغه لاریون ممانعت کړی، چې غوښتل ېې د ياد شوي غورځنګ پر مشر منظور پښتین د برید او د پاکستان د غندنې لپاره لاریون وکړي.

د دغه لاريون د تنظيم يو سمبالوونکي وايي، چې د لاریون د تنظيم لپاره د کابل د والي دفتر اجازه ورکړې وه، خو د طالبانو وياند يې مخالفت وکړ او د لاریون اجازه ورنه کړل شوه.

پر منظور پښتین وړمه ورځ د بلوچستان ایالت په قلعه سيف الله کې برید وشو، چې یو ملګری یې ټپي شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانود برید پړه پر پاکستاني دولت واچوله.

دا برید د پښتنو ملتپالو له سختو غبرګونونو سره مخ شو.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد نه دي ويلي، چې ولې یې د منظور پښتین د پلوۍ او پاکستان د مخالفت لاریون منع کړی دی.

طالب چارواکو څو اونۍ مخکې په کابل کې د پاکستان پر ضد د یوه بل لاريون سمبالوونکی عظیم عظیمي نیولی او بندي کړی، چې تر اوسه پورې د طالبانو له استخباراتو سره بندي دی.

10 COMMENTS

  1. ډیر ښه کار یی کړیدی تاسو تش په نامه غولونکی فعالان هغه وخت چیری وی چی آمریکا دپاکستان په همکارۍ د کروز راکټونه د بی ٥٢ بمونه او دبمونو مور پر افغان خاوره استعمال کړه تاسی هغه وخت جیری وی جی آمریکایانو افغان ماشوم په زانګو کی په ډزو وواژه تاسی هغه وخت چیری وی چی افغان پیغله او افغان ځوان یی د واده په شپه شهیدان کړل اوس چی یو نفر زخمی دی تاسی دلته بغاری وهی که نران وی ورشی پانجاپ ته هلته بغاری ووهی

  2. Aziz Azimi is not with Taliban intelligence services (because they dnt have such a department)
    In fact ISI has a local department who are arresting individuals who speak against Pakistan. Zabiullah mujahid is recruited by them so he has to follow what ISI tell him. 90% of Taliban are working for Pakistan, if they dnt obey the orders then they will be replaced. Taliban are the Bachai Saqaw version of pashtuns. Shame on them.

  3. د اسلامی امارت په چارواکو کی یو تر ټولو د آی ایس آی وفادار غلام او لاس په نامه نوکر همدا مجاهد دی ، هغه د حقانیانو ګروپ پوری اړه او ورځ په ورځ خپل اصلي څیره خلکو ته بربنډوي
    دوي خلکو ته وعدی ورکول چې د پخواني دولت چارواکي خپلواک ندي او موږ هیواد ته خپلواکی او خلکو ته ښه ژوند برابروو ، طالبانو په همدی پلمه سلهاوو زره انسانان ووژل د هیواد پلونه پلچکونه، ښوونځي ، روغتیائي کلینیکونه او دولتي ودانې ېې له خاورو سره خاوری کړی ، دا دی موږ نن ګورو چې دوي هیواد ته خپلواکي راوړل يا غلامي ، د خلکو اقتصادی حالت خو ټولو ته پته ده چی په څه دردونکي حالت کې دي.
    اعتراض او اعتصاب د هر افغان طبعی او ذاتی حق دی، حتی هغه دولتونه چې له قانونی یعنی ټاکنو له لاری واک ته رسیدلي وي ، د دی حق نلري چې ولس له خپل طبعی حق نه محروم کړي، طالبانو خو په غیرمشروع توګه په زوره د واک په ګدی ناست دي، او د نړی له 19o هیوادونه حتی یو هیواد هم حاضر شوی ندی چه د طالبانو اداره په رسمیت وپیژني ، عجیبه دا ده که خلک بی له خبرولو خپل اواز پورته کړي دوی بیا وائی ولی موږ ته یی خبر ندی ورکړی ، او که ورته مخکې خبر ورکړي ، لاری کې ستونزی جوړوي.
    په هر حال زموږ ولس او په تیره بیا افغان ځوانان به د آی ایس آی پر ضد د پروني پیښی پر ضد اعتراض او له PTM سره خپله خواخوږي له نورو لارو په تیره بیا د اجتماعي رسنیو له لاری ورسوي خو د تش په نوم مجاهد خپلو خلکو سره دښمني او پنجاب مفاداتو ته وفاداری به زموږ د ولس او خلکو په ذهنونو او یادونو کې تر ډیره پاتی وي

  4. کله چي د يو وطن ولس له عقل نه پاتې سي او د يو پاک او مسلمان دولت ضد وي، په سر به يي تل لکه طالب غلام ډله حاکمه وي… چا چې د‌غني په خبرو غوږ نه نيوه او تل په کور او کلي د پنجاب طالبانو ته کور کې جای ور کړای وو اوس دې ځان ورته ټينګ کړي

  5. سر فلم است… که ژوند پاکستان به ډیورنډ نوم و نښان به ورک کړي…. زنده باد بړا پاکستان نارې به همدوی وهي.

    مجاهد ډېر د خنز… ر. رنګ یې دی غلام بچه پنجاب

  6. !!Wali ejaza verkawi ; wayand yi menaa kawi
    !bahranyo charo vazir de sihhat-e aami wayandi ham kawi yaani corona yi xatma kerri da
    aajiba aamaret dey.
    Pok sefir de wezirano jalsa ki nast vi. qol hoa AALAHo Ahad ba yi ham zda na vi…
    Inter sectorial modaxelaeeeeee
    Allah de daa wolus hoshyaar krri. aamin.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب