یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+،، پښتو او دري،، ، ،، پښتو یا دري،،د دې دوه تړنویونو...

،، پښتو او دري،، ، ،، پښتو یا دري،،د دې دوه تړنویونو روښانونه

       ډاکتر ماخان مېږی شینواری

،، پښتو او دري،، ، ،، پښتو یا دري،،د دې دوه تړنویونو روښانون

پرون په یوه تلوېزیونې مرکه کې یوې مېرمنې داسې وویل، چې ګوندې تالب د کار غوښتنې په وخت کې د کارغوښتوتې یا غوښتونې پوښتي، چې په پښتو پوهیږي؟ که نه پوهيږي، نو بیا کار نه ورکوي او بیا پسې تړلي وایي، چې د افغانستان ملي ژبې خو درې او پښتو دواړه دي. دا په دې پرېپوهېدنه، چې دا پوښتنه خو ناقانوني ده. د دې په اند، نو په پښتو پوهېدل خو بیا اړیین نه دي او ولې دا پوښتنه وشي؟.

دا چې داسې خبره به شوې وي او که نه، خو بیا هم یوې روښانونې ته ډلته ځان اړین ګڼم، چې له ورڅخه سم پوهېدنې لپاره یې لږ روښانه کړم.

د افغانستان په مخکنیو غوښتنلیکونو کې لیکل شوي وو، چې کارغوښتونکی په پښتو یا درې باید وپوهیږي. ما د ډېرو کسانو سره په دې هکله دلایل راوړل او وغږېدم، چې دا د قاونو مخامخ غوښتنه چې ،،په پښتو یا دري،، پوهېدل.

سمه یې … او … ده. 

دا نو په څه پرېپوهېدنه؟  

اجازه دې وی، چې د شمېرپوهنې سم اند له مخې دا تړنویونه،، یا،، او ،، او ،، لږ روښانه کړم:

په شمېرپوهنه کې که ولرو:

۱ –  ا او ب ريښتیا یا سم دي، نو ترې پوهېږو، چې ا سم دی او ب هم سم دی.

۲ – ا یا ب سم دي، نو پوهېږو، چې یا ا سم دی او یا ب دا په دې پرېپوهېدنه چې هرو مرو دې دواړه سم نه وي.

دا  تړنویونه ،، یا او او،،  نو په هر څه کې همداسې باور لري.

د قانون غونډله باندې ټیک همهغسې نه پوهيږم، خو داسې دي چې:

،،پښتو او درې،، دواړه د افغانستان ملي رسمۍ ژبې دي. 

داسې ګوره نه دی لیکل شوي، چې: پښتو یا درې دافغانستان رسمي ژبه ده.

—  په ،،یا،، سره تړنه کې به بسیا وکړي، چې سړی په یوه ژبه باید وپوهېږي او بله ژبه اړیینه نه ده.

— دا په ،، او ،، سره تړنه په دې پرېپوهېدنه ده، چې هم یې دري باید زده وي او هم پښتو. نو که څوک له دې دوه ژبو څخه په کومه پوه نه شي، دلته د ژبو رسميوالي سره مخامخوالی راځي او د کار حق باید ونه لري. 

دا چې تر اوسه ولې داسې وو او یا به نور هم داسې وي، ګومان مې دی، چې د حکومت له توانه او یا غوښتنو له مخې دا کار شوی یا به نور هم کیږي.

که دا په ،، یا ،، تړنه مو لرودی، نو دې کار به په افغانانو کې داسې ستونځې رامنځ ته کړې وی، چې یو له بل سره به نه پوهېدلی، خو د دې ستونځوبیو لپاره پښتان له خپل حق څخه، نه له خپل څخه نه د ملت له حقه تېر شوي او بې له دې، چې دري ژبې دې پښتو نه زده کوي. دا چې دا کار به د خپلې ژبې پښتو سره تېری وې، روښانه ده، خو په خپل حق ودرېدنه، دانه ده، چې دا دې د بل مخامخ وي، خو په خواشینۍ به ووایم، چې بیا عادت خرابېږي او دا ډار به هم وي، چې ګوندې ورورۍ ته مو زیان رسیږي، چې په پای کې به دا پښتانه د پښتو په قانوني زیان تمامېږي. که د موږ دري ژبي ورونه پوهنتون ته دانشګاه واي او همداسې نور ویونه د پښتو نه شي منلی او په دري انډول یې بولي، دا یې حق دی او باید همداسې وي. څوک له چا څخه دا حق نه شي اخستلی. 

په ډېر بخښنه به دا ووایم، چې پښتانه د پښتو، چې د ولس ژبه ده،  په حقه حقوقو دومره نه دي ولاړ لکه په خپل ځاني حق. که له پښتانه داسې هره ورځ څو پیسې اخلې، نو کېدی شي یو وخت خبره مرګ ته ووځي، خو ژبه، چې د ملت مال دی، د ده یې پرې څه. 

هرڅوک د خپلې ژبې سره چې قانوني وي باید مینه ولري او د بل د ژبې درناوی او د قانون په څلوردیوالۍ کې پرې ودرېدل او په ورځني کار وبار کې کارول.

13 COMMENTS

  1. سلامونه
    په ځانګړي ډول شینواري ماما ډ.صاحب ماخان ته احترام.
    زما په آند، دا قصه به هسې پروپاګند وي،خو ښه ده تاسو ېې له ریاضې پلوه علمي او قانوني څېړلې ده.مڼه.
    په تیرو کالونو کې مو که په یاد وي طلوع؛یک؛ آریانا ؛کاکتووس … به پښتانه چارواکو سره مرکو کې مجبورول څې دري ووايي ؛ که پښتون چارواکي له خپلې ژبې مدافعه کوله ، په تعصب به تورنیدهء!! .
    دا خو ټولو ته اظهر من الشمس ده چې پښتانهء د هېڅ بلې داخلي یا خارجي ژبو سره میرنیتوب او تعصب نه لري .ډیریو دري هم زده کړې مګر دا د دري ځينې هغه ویونکي چې د ایران یا نورو تر تاثیر لاندې راغلي حی په رسنیو کې (دو زدن =کنځل)کوي!!په سفارتونو کې ېې تحقیرات کول ؛ او داسې نوور
    وګورئ د نړۍ پر مخ ډیرو هیوادونو کې یوه ژبه ملي وي او دوهمه او دریمه ژبه هم د ضرورت په اندازه زده کول کیږي لاکن هیڅڅوک داسې د مور او میرې چلند نه کوي. آ د زیار بابا خبره تربره ګلوي نه کوي!!!
    مونږ تاسو ولیدل چې د بوستان او ګلستان لوستونکو والدینو ؛اولادې د اصیلو افغاني کلماتو پر ځای دادستان،دبستان،دبیرستان، …استان او فستان ؛ مرز؛کشاورز … رواجول پیل کړل . د ختیځ خوا پښتنو هم اوردو مردو او کچه انګریزي په پښتو کې ورګډه کړله ..
    زمونږ دي چې پر مونږ دي= از ما ست که بر ما ست!!

  2. نه پوهیږم چه ولی دا خبره سوی؟ ایا رښتیا ده او که دا هم دجبهه یانو تبلیغات دی. زه چه دداسی ولایت یم چه هلته زیات پښتانه چی دتعلیم خلک وی په دواړو ژبو پوهیږی. یو وخت کی می دپیښور په دفترو کی ولیدل چه دننګرهار پښتانه بیا په دری نه پوهیدل. هک حیران وم. دفاریاب یو ملګری می بیا په پښتو نه پوهیده.
    زه فکر کوم همدا تعلیمی نیمګړتیا ده چه له تیرو حوکمتونو څخه میراث سوی. اوس نو دا د «او» او «یا» په سر چی قانونی خبره کیږی دتیرو قانونو کمبود یا خلاء ته اشاره کوی. د او او یا په مانا پوهیدل به اول پریږدو دضرورت او اړتوب په لور به وګورو.
    (۱) مونږ ځینی ولایتونه لرو چه هلته اقلیتونه نسته. نو هلته به دپښتو او یا دری پوهنه ضروری نه لیدل کیږی. خو افغانستان بیا زیات ولایتونه لری چه زیات اقلیتونه سته. مثلا کابل، لوګر میدان وردګ، غزنی، اروزګان او نور شمالی ولایات. په داسی ګډوډو ولایاتو کی به دواړه ژبی ویل کیږی او په دواړو پوهیدنه به ضروری وی. که داسی ونه سی نو داقلیتو حق به تلف سی ځکه په افغانستان کی دترجمانی خدمتونه نسته او زیات خلک به دهمدی مشکل په خاطر دخپلو غوښتونو سم غوښتنلیکونه نسی ډکولای او نه به هغه په ښه ډول په خوله ویلای سی. که دا کسان بیا دیوه متعصب سره مخ سی همدا داقلیت کس به تحقیر هم سی.
    باید قانون «او» یا «یا» ولیکی. زه خو وایم چه دواړه: او/یا. مثلا: عارض باید په پښتو او/یا دری خبری وکړی. اوس که عارض راځی نو دغزنی اداره باید دا عریضه داسی وویشي: عارض باید په پښتو او دری خبری وکړی. په /یا باندی خط کش سوی وی چی معنی به یی داوی چی په دواړو زبو پوهیدنه ضرور دی. خو بیا عارض په هیلمند او جلال آباد او یا پنجشیر کی وی نو هلته باید په «او/یا» باندی خط کش سوی وی. ځکه دلته په دی ولایتو کی بلی ژبی ته ضرورت نسته.
    (۲) دمامورینو شخصی ضرورت او ددولت ضرورت هم باید په نظر کی ونیول سی. که یو مامور ددولت و موسسی ته داخلیږی نو هلته به اسناد یا په پښتو وی او یا په دری. که یو مامور په یوه ژبه پوهیږی نو دا به هم دمامور تاوان وی او هم ددولت. مامور به خطا سی او دده خطاء به ددولت په خطا ختم سی. که دا وسی نو بیا به دولت مجبور چه د تاوانی سوی کس تاوان ورکړی. نو لدی کبله باید قانون ددواړو ژبو پوهه لازمه وګڼی.
    (۳) دولتی اسناد لیکل باید په دواړو ژبو وی. که پښتانه شپیته فیصده وی او یوپنځوس نو اوله ژبه پاید پښتو وی او دهغوی فیصد کم او یا مساوی نو بیا باید واقعیت ته وکتل سی. اول باید دری ولیکل سی بیا پښتو. دا خبره به دسم احصایی نه وروسته دعملی کولو لپآره چمتو وی. خو دلته بیرته خبره باید دخلکو په ضرورت باندی راوګرځیږی. دشبرغان ټول خلک په دری پوهیږی او که نه؟ که هغوی په دری نه پوهیږی نو بیا باید دریمه ژبه هم اضافه سی ترڅو خلک پری پوه سی.
    (۴) قانون او لوایح او نور لیکل. دلته باید دواړه ژبی وکارول سی. هغه جی په ژبه کی مهارت لری هغه یی باید ولیکی. په دی ډول نور اسناد.
    په پورته ټولو شرایطو کی ایا ویلای سو چه دحکومت مامور باید په یوه ژبه وپوهیږی او که په دواړو؟ زما ځواب دادی جه باید او حتما په دواړو باید و پوهیږی. خو دا باید اوس عملی سی؟
    اوس که طالبان په دواړو ژبو اصرار کوی او دا اصرار یی عام وی نو بی انصافی به وی. هغوی دیوی اداری کار په نظر کی ولری. په اوسنی وخت مثلا دپاسپورت شعبه دواړو ژبو ته ضرورت لری خو دکانو او خارجه وزارت به یوی ژبی ته ضرورت ولری. نو ځکه په دی سبب طالبان له ځینو ددوو ژبو پوهنه لازمه کړی او دنورو لپاره بیا یوه ژبه. په عمومی ډول به دا نه انصاف وی او نه به ددولت لپاره ګټه ولری. هغه مغزونه چه پوه وی هغه باید دیوی ژبی په پوهه له دولتی خدمت نه محروم نسی. ترقی او خدمت هلته راتلی سی چه له هر استعداد نه ګټه پورته سی. هغه کسان چه دوهمه ژبه یی نه وی زده هغوی ته باید دشپی درسونه پیل کړی او په هغوی دوهمه ژبه زده کړی.
    دعادل او سمسور افغانستان په هیله

  3. هر با سواده افغان باید دواړه ژبې زده وي. په ټوله نړۍ کې په هر هېواد کې د اکثریت ژبه کارول کېږي. یواځېنی هېواد چې دا کار پکې نه کېږي او یا نه پرېښودل کېږي، هغه افغانستان دی. د دې لوی مسئولیت پخپله د تش په نامه پښتنو او اغیارو په غاړه دی. نور نو باید په دې لړ کې غفلت او تېرېدنې ونشي. پښتو ژبې ته باید په رسمیاتو کې جدي پاملرنه وشي او دا پاملرنه باید د ارګ څخه پیل شي. که نه نو پښتو ژبه او ادبیات یې پرمختګ نشي کولای. تاسو په دا ټول ښار کې وګورئ چې څو لوحې په پښتو ژبه لیکل شوی دي. فکر نه کوم چې د ګوتو په شمار هم وي. سبب یې دا دی چې لنډغرو په دې تړاو منظم، قصدي او سیستماتیک کار وکړ. که چا به لوحه په پښتو لیکلې وه، هغه یې ماتوله او نور تاوان یې هم ور رساوه. مننه

  4. ورونو او دوستانو شف شف پریږدی، سم ووایی شفتالو.

    په پرمختللو هیوادونو کی ډیرو ژبو وجود لرلو خو د دولت د پرمختګ او د هر ورځنی شخړو په خاطر یی یوه ژبه ملی او رسمی ژبه ومنله.
    د ژیاترو هیوادونو پخوانی تاریخونه وګوری تل به یی هیواد د ژبی په شخړو او لانجو کی ډوب وه. اخر دغو هیوادونو فیصله وکړه تر څو چه یوه ژبه په یو ملک یا هیواد کی نه وی تل به د خاوری ملی حاکمیت او عزت په خطر کی وی، اقتصادی بحرانونه به وی، تل به د بهرنیو هیوادونو هر ډول مداخلی او جنجالونه جریان لری، او په زرهاوو نور خطرات………

    ځما شخصی هیله داده چه د افغانستان پوهان او ریښتنی افغانان با ید هم دا کار وکړی. یوه ژبه، یوه ژبه، یوه ژبه، نه دوه ژبی وطن او دوه ژبی سړی.
    افغانستان یا پښتو ژبه ملی اورسمی کړی. او یا دری+فارسی ژبه رسمی کړی.
    که نه دا وړی نه شړۍ کیږی، دا وطن پرمختګ نشی کولای، دا وطن به افغانستان نشی تل به به داخبری وی جه زه یی منم او زه یی نه منم، زه افغان یم او زه خراسان یم، زه افغان نه یم او زه افغانستان نه منم.

    د ډاکتر نجیب الله د وخت معاون فرید مزدک خبری واوری د دغه جناب څخه ځمونږ داسی توقع نه وه چه دوه جمعی مخکی یی د یو ژورنالست سره داسی خبری وکړی چه د دده لپاره د شرم وړ خبری وی. ځکه دا یو وخت د یو ولسمشر او افغانستان معاون وه.

    ژبه یا پښتو کړی او یا یی دری فارسی کړی.

  5. دغه لینک ولیکی او دغه خبری واوری

    گفت‌وگوی ویژه مصدق پارسا با فرید مزدک، معاون پیشین داکتر نجیب‌الله در حزب وطن
    10 /janv. 2022

  6. سلام
    دلته د دواړو ژبو اهداف دسوسیالوزی، نفوذ،پرمختګ، وده دسیمې او ابزارو په تناسب توپیر کوی.بل بهرنی عوامل او لاس وهنې دی. له دی څخه اخوا ستا په څیر لیکنه او نزاکت هم ژبنیز محراق نه لری . په هره ټولنه کې یو شمېر داسې خلک شته چې ځانګړی لید لوری لری. ښه وایی او که بد دا دهغو کار دی دمعضلې دومه برخه ددوه لسیزو پردی فرهنګ استعمار او استثمار دی چې دژبې فرهنګ یې پښتو وی او که دری داستونزې هم پېچلې او هم ډیرې دی اوله بحثه وتلی کار دی.
    Die Leute von heute und die Leute von gestern sind ……aber
    دریمه موضوع دژبې لپاره په مسلکی لحاظ کار او خدمت او پروګرامونه دی د ا یوه پروسه ده . چې نشته زموږ مسلکیتوب په جامع اړخ کې دی که نه خفه کېږې!

  7. Die Leute von heute und die Leute von gestern sind ……aber الله خیر پیښ کړی دا کومه ژبه ده، چیرته دا راباندی رسمی نکړی

  8. بیا هم سلامونه
    د مشرډ.صیب ماخان شینواري هدف د اساسي قانون پر (او/یا…) پر ماده و چې آیا پښتو او دري ملي او رسمي ژبې دي که پښتو یا دري؟؟
    اوس وروڼو دوستانو خپل نظرونه وړاندې کړل .نو اوس دې مېږی شينواری ماما خپله پایله ترینه وباسي تر څو راتلونکې کې په کابل او ټول لوی وطن کښې پلی شي.
    زه به یو مثال د بلجیم درکړم: ۶۰سلنه فلاندرن یا نیدرلندي(هالیڼډي)ژبي دي او ۳۵سلنه ېې والونیان یا فرانسوي ژبي دي؛یو ډېر وړوکی لږکی ېې جرمني ژبي آلمانیان هم دي، مګر دبلجیم شاهي دولت کې درېواړه رسمي ژبې دي.پلازمینه بروکسل کې ډېري په دواړو ژبو پوهیږي، خبرې او لیکل کوي او په رسمیاتو کې دواړه چلیږي او اوس یی لا انګلیسي هم د بین المللي ژبې په حیث قبوله کړې.
    خو یو توپیر ته زه متوجه شوی یم ،هغه دا: فلامیشان اکثره فرانسوي مکمله زده کوي لاکن والونیان د هالیڼډي ژبې زده کړې سره علاقه نه ښيي لکه هماغه تعصب!!.خو دولت حتی د کوڅو او سړکونو لوحې او مکتوبونه او… په دواړو ژبو عام کړي او دولتي کارمندان باید دواړو باندې او د پوهنتونونو استادان او پروفیسران په درې یا څلور ژبو پوهې وړتیا ولري.
    په ټوله پښتني +افغانۍ مينه او مڼنه.

  9. د ګران وراره ګل ډاکتر سافي او نور اندونو اند څرګندونکو څخه زیاته مننه:
    زه د ما په روښانونو د خپل اند څرګندونه نه کوم، ځکه چې دلته اند څرګندونه ځای نه لري. ما یواځې او یواځې د قانون روښانونه روښانه کړې، دا په دې پرېپوېدنه چې پښتو او درې د افغانستان رسمي ژبې دي، دا په دې پرېپوهېدنه چې هر افغان چې دولتي کارونه کوي، باید په دواړو ژبو پوه وي.
    لنډ: دا قانون دی او قانوني امر دی

  10. ښاغلو ورونو سلامونه او ښی چاری.
    ځینی ورونه نه باید بلجیم د افغانستان سره مقایسه او وتلی.
    بلجیم یا بلژیک خپله بلجیمی یا بلژیکی ژبه نلری. لکه د هالنډ هیواد یا هالنډیان چه خپله رسمی هالنډی ژبه لری، جرمنیان جرمنی، فرانسویان فرانسوی، هسپانیا، ایتالیا، پورتګال، انګلستان، مجارستان، ناروی، سویډن، فنلنډ، ډنمارک او نور….لوګزامبورک چه ډیر وړوکی هیواد دی، خپله لوګزامبورکی ژبه لری، حتی نفوس یی تر اوسه تر یو میلون څخه کم دی یا 6 لکه دی او مساحت یی هم 2586 کیلومیتره دی.
    په یاد مو وی چه د بلژیک شاهی هیواد په ۱۹۵۰ کلونو په شاوخوا کی یو متحد او یو موټی هیواد وه. مګر د بلجیمی هالنډی او بلجمی فرانسوی ژبنیو تعصباتو او شخړو د لاسه په پارلمانی ډول واوښتو او ټوټه ټوټه شو.
    د بلجیم مساحت چه دوه کرته شی نو زمونږ د هلمند ولایت تری جوړیږی.
    بلجیم 30000 کیلو میتره مساحت او د هلمند ولایت 61000 کیلو میتره مساحت یا ځمکه لری.
    بله خبره
    سقاوی ملایان یو وخت اتل غازی امان الله خان ته په مخالفت کی پدی خاطر راپاڅیدل چه د نجونو مکتبونه یی شروع او جوړ کړل، مګر سقاوی ملایانو به ویل چه امان الله خان کافر دی په نجونو تعلیم او زده کړی کوی، اخر داچه د نجونو د تعلیم په سر امان الله خان وطن پریښودو. او زمونږ وطن یی په لسګونو کلونه د زده کړی د برخی څخه محروم کړه.
    مګر نن چه پښتانه ملایان راغلی، لنډغرو د مکتبونو پیسی او بودجه غلا او چور کړیده، طالیبان ورته وای صبر وکړی مکتبونه به په خپل وخت شروع شی، مګر لنډغراو سقاویان بیا مظاهری کوی، او د پوهنتون استاد جلال بیا وای چه د ا حکومت ټولی خبری ولی په پښتو کوی.
    یو بچاره، بی تنظیمه او بی پری ولسمشر غنی مو درلود، هغه ته به یی هم هره ورځ د ژبی، قوم او تروریست نوم یادوه. نه پوهیږم دغه ځینی غله، جنګی مجرمین، لنډغر او سقاویان څه غواړی؟
    لنډه دا چه اسلامی امارت په سر کی د احمد شاه بابا ځینی قوانین او هم د ظاهر شاه بابا په اساسی قانون کار کوی. د دغو قانونونو څخه د افغانستان د ملی ګټو او ملی ارزښتونو مادی راوباسی او په ټول وطن به یی تطبیقوی.
    تل دی وی افغانستان ته وفاداره خلک
    تل دی وی رښتینی افغانان
    د الله په امان

  11. سلامونه او خاص سلام وطندار ورور ته!
    مڼنه، ما بلجیم د بیلګې په ډول یاد کړ چې لکه افغان بڼ له رنګارنګو ګلونو جوړ دی.که څه هم وړوکی دی او ۱۱ میلیونه نفوس لري خو خبره د ژبو د اڼډول او د خلکو د زغم ده .په کورت او قروت سره نه وژني!! . ۱۰۰ په سلو کښې باسواده دي او زمونږ تقریبا ۳۰-۴۰ زره افغانانو ته یی پناه ورکړې ده!!!
    د بروسل اصلي اوسیدونکي وايي څې پخوا اوریجینل بلژيکي یا بروکسلي ژبه موجوده وه لکه ،ته هم واېې چې ۱۹۵۰ پورې یو موټی و، زه وایم اوس هم یو موټی او لا هم قوي دی چې د اروپايي اتحاديې زړه او د ناټو مرکز هم دی!!!!
    البته لکه ګران وطن، ګاوڼډیان دلته هم لاسوهنې او کلتوري نژادي یرغلونه ېې تاریخ کې کړي خو اوس ېې عقلونه سر ته راغلي او د ډیرو اروپايي ملکونو چې تا ېې نومونه قطار کړي دي ؛ د ژوند د لوړو معیارونو په لس ټاپ هیوادو کې راځي .
    ایکاش کرزي خان او غني بابا د ارواښاد احمد شاه بابا غوندې له پراخ لیدلوري کار اخیستی وای او یو څو لڼډغرو؛ فاسد؛مفسد؛فاسق؛ غاصب قاتل مرجفینومرجفاتو ا.د.ن. باندې ېې دولت او حکومت نه نړولی او ۹۰ فیصده اقتصاد ېې پر دوی او امریکونیانو بیرته نه خوړلای!!!!!

  12. محترم او عزتمند ورور ډکتور حميدالله سافی زړءور
    السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!
    وروره او زما د خوږ وطن د لوړو علمی تحصیلاتو خاونده : خدای مکړه که زما په تبصره خوابدی شوی یاست او یا ما کومه زیاته یا کمه خبره لیکلی وی. زه ستاسو څخه په پښتنی دود تر ټولو لویه بخښنه غواړم.
    الله ج دیی زمونږ ټول علمی کدرونه خپل ټاټوبی ته واپس راولی، او الله ج دیی افغانستان ته هم ډاډه امن او پرمختګ راولی.
    ډیر په درناوی

  13. سلامونه ټولو ته
    مهم دا دی چی دفتنی مخه ونیول سی. اوس شل کالو دا مشکل راوړی چی مالوم ندی څومره خلک په کومو ژبو ګړیږی. د م م او شوروی له ویناوو مالومیږی چی پښتو داقلیت ژبه ده. ترڅو دا ادعا نه وی رد سوی پښتانه نس ثابتولی چه ولی په پښتو ویلو اصرار وسی او یا ولی دری ونه ویل سی.
    اوسنی وخت غواړی داسی کار وسی چی هغه دخلکو او دولت روزانه واقعیت ته په کتولو حاضردمه مشکلات رفع کړی. دژبی په سر بیا فتنی رامینځ ته نسی.
    که منل کیږی او یا نه منل کیږی پښتانه او فارسیوان او نور ددی حکومت غړی دی او همدا خلک ددی حکومت مراجعین دی. دواړه باید دژبی څخه زیانمن نسی. همدا خبره او هغی ته توجه هم اسلامی خبره ده او هم دیموکراتیک. البته زما مطلب هیجمونیک غربی نیشنلیست دیموکراسی نده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی