یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د ملي امنيت سلاکار په کابل کې د علي جناح...

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار په کابل کې د علي جناح روغتون وکوت

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې یوولسمه) د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر معيد يوسف پرون په کابل د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان په لګښت د جوړ شوی محمد علي جناح روغتون لیدو ته لاړ.

په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان ويلي، چې نوموړي د دې لیدنې پر مهال د روغتون د چارواکو له لوري مطرح شوې ستونزې اوريدلي او د حل ډاډ یې ورکړی.

دغه روغتون څو کاله مخکې د کابل ښار په لویدیځ کې جوړ شوی و.

 پاکستاني سفير په ورته وخت کې ويلي، چې د هېواد د ملي امنيت د سلاکار په مشرۍ یې کابل ته راغلی پلاوی پرون بېرته پاکستان ته ستون شوی دی.

طالبانو د نوموړي د سفر په اړه ډېر جزییات نه دي رسنيز کړي.

ځینې سرچینې وايي، چې دغه سفر تر ډېره امنيتي او سياسي اړخ درلود، خو طالبانو او پاکستاني لوري د اقتصادي او بشري همکاريو په نوم تمام کړ.

د سرچينو په حواله په دې سفر کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار لګول او په افغانستان کې د پاکستان د تحريک طالبان پر ضد د عملياتو ترسره کیدل د‌ بحث عمده ټکي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب