یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهط په لومړي ځل ۱۵۰ میلیونه استهلاک شوې افغانۍ وسوزولې

ط په لومړي ځل ۱۵۰ میلیونه استهلاک شوې افغانۍ وسوزولې

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې یوولسمه) د طالبانو حکومت په لومړي ځل د یو نیم سل میلیونه استهلاک شویو افغانيو د سوزولو خبر ورکړ.

د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دا کار یې خپل قانون د ۳۹ او ۴۲ مادې پر بنسټ ترسره کړې دی.

سرچینه زیاتوي:یو سل او پنځوس میلیونه زاړه او له کاره لویدلي بانکنوټونه مو د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر دقیقې شمېرنې وروسته وسوځول.

په وروستيو کې په بازار کې د استهلاک شویو بانک نوټونو له ډېروالي شکایت زیات شوی و.

افغانستان بانک مخکې له خلکو د ورته بانک نوټونو د سپارلو غوښتنه او بيا يې د سوزولو اقدام کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب