یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهصالح: پاکستان افغانستان خپله مفتوحه سیمه ګڼي او د‌ غنیمت په نوم...

صالح: پاکستان افغانستان خپله مفتوحه سیمه ګڼي او د‌ غنیمت په نوم قیمتي تجهیزات یې وړي

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې یوولسمه) د افغانستان د یې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح ویلي، چې پاکستان ته افغانستان خپله مفتوحه سیمه ښکاري او په شدت سره یې د غنیمت او خپل حق په نوم قیمتي وسلې او محاربوي زرهي پاکستان ته لېږدوي.

صالح تور لګوي، چې د طالبانو دستګاه پاکستان ته د لوبو له یوه شي وراخوا څه ارزښت نه لري.

نوموړی په راتلونکي کې په دې اړه هم د بحث خبر ورکوي، چې ولې ټولو نړیوالو سازمانونو او له هغې ډلې ناټو د افغانستان په جګړه کې د پاکستان د پوځ په رول سترګې پټې کړي دي.

امرالله صالح له مشخصو جزيياتو پرته لویې تبلیغاتي دستګاوې د عامه ذهنونو په انحراف تورنوي او وايي، چې د کوچنيو او بوختونکو موضوعاتو له ګرمولو سره یې له ژورو مسئلو د خلکو د پام اړولو هڅې کړي دي.

صالح په ورته وخت کې وايي، چې طالبان ځان د میدان ګټونکي ګڼي او خپل ظلم و تعصب ته یې زور ورکړی، خو دا وضعیت به ژر پای ته ورسیږي.

طالبانو د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې پاکستان ته په پراخه او پلان شوې کچه د وسلو او تجهيزاتو قاچاق رد کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب