یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب مجاهد: ط دې له تحصيلي اسنادو پرته په ادارو کې...

ملا یعقوب مجاهد: ط دې له تحصيلي اسنادو پرته په ادارو کې جذب شي

تاند: ( شنبه ، د دلوې نهمه) د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد دولتي ادارو ته امر کړی، چې له تحصيلي اسنادو پرته دې هم طالبان په ادارو کې جذب کړي.

نوموړي بلخ ته د سفر پر مهال ويلي، چې د طالبانو د ۲۰ کلنو هڅو په پايله کې افغانستان له « اشغال» څخه خلاص شوی او ازادي یې تر لاسه کړې ده.

د یعقوب مجاهد په خبره، طالبانو ۲۰ کاله د هېواد د « ازادۍ» لپاره په غرونو کې مبارزه کړې او امریکایانو سره جنګیدلي، چې اوس یې مبارزه نه باید له پامه وغورځول شي.

د طالبانو د دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې څه موده مخکې د طالبانو حکومت د اډاري اصلاحاتو کمیسیون د بيرته فعالیدو اعلان وکړ.

د یاد شوي کمېسيون لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوي رييس ډاډ ورکړی و، چې په اډارو کې به ګومارنې د ازادې سيالۍ او وړتياوو په اساس تر سره کيږي.

د طالبانو پر مشرانو يوه نيوکه دا ده، چې کاري برخې او صلاحیتونه يې سره سم نه دي معلوم، چې د ملا یعقوب مجاهد وروستۍ څرګندونې یې منتقدین له تازه بېلګو څخه ګڼي.

په وروستيو کې د طالبانو له لوري د ازادې سيالۍ له لارې د ټاکل شويو مسلکي کادرونو د ګوښه کیدو او پر ځای یې د خپلو نا مسلکي جنګیالیو د ګومارلو شکايتونه کیږي، خو طالب چارواکي په بهرنيو ناستو کې د جمهوري نظام د شاوخوا ۵ سوه زره مامورینو د کاري دوام ادعا کوي.

2 COMMENTS

  1. ملا یعقوب صیب!

    دغه ځوانان چی ستاسو په صفونو کی شل یا دیرش کاله د علم او پوهی د لاس ته راوړلو نه محروم ساتل شوی دا کار به هم ددوۍ سره او هم ددې هیواد او ولس سره جفا او لوی خیانت وی چی پرته له پوهی، سواد او اهلیت نه په ادارو کی ځای په ځای شی.

    تر هرڅه به ښه دا وی چی ددوۍ لپاره د تعلیم او تحصیل زمینه برابره کړۍ او د تعلیم او پوهی د تر لاسه کولو په وخت کی ورسره مالی مرستی هم وکړۍ چی هم دوۍ يی ثمره ووینی او د سیال سره به سیال وی او هم به د هیواد برخلیک د ناپوهو او جاهلانو لاس ته ونه لویږی.

    که همدا خلک پرته له پوهی او سواد په ادارو کی ځای په ځای شی نو دا کار به ددوۍ لپاره هم د سپکاوی سبب شی او هم به ولس توهین او د منلو وړ نه وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب