یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهصالح: د ط مشرانو کورونه اوس هم پاکستان کې دي، وسله وال...

صالح: د ط مشرانو کورونه اوس هم پاکستان کې دي، وسله وال مقاومت یې پر ضد يوازينۍ لاره ده

تاند: ( شنبه ، د دلوې نهمه) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح، چې د طالبانو خلاف د وسله وال مقاومت له پلویانو څخه دی، په یوه تازه لیکنه کې یو ځل بیا د طالب واکمنۍ خلاف د وسله وال مقاومت په شدت ټینګار کړی.

ښاغلي صالح پر خپلې فيسبوک پاڼې لیکلي، چې د طالبانو رژيم پر ظلم او دیکتاتورۍ ولاړ دی.

د ده په وينا، د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره طالبانو تر اوسه هیڅ کومه یوه مشروع او انساني لاره نه ده غوره کړې.

هغه د طالبانو مشران د پاکستان په لاسپوڅي توب تورن کړي او زياته کړې يې ده، چې له هر ډول استثنا پرته یې د ټولو طالب مشرانو کورونه په پاکستان کې دي.

صالح د طالبانو پر منتقدینو هم نیوکه کړې او ويلي، چې طالبان په مقاله لیکلو او مدني فعالیتونو نه سمېږي او ضرور ده، چې پر ضد يې د وسله وال مقاومت لاره غوره شي.

امرالله صالح په خپله دې لیکنه کې د ناروې ناستې ته هم غبرګون ښودلی او ویلي، چې دا ډول ناستې او پکې یو شمېر افغانانو سره د طالبانو لیدنې او په قدرت کې د نورو شاملول د دوی د مشروعيت زمینه نه شي برابرولی.

د صالح په خبره، په واک کې د هیڅ غیر طالب شاملول د طالبانو د مشروعيت زمینه نه شي برابرولی.

صالح نهیلی دی، چې خلکو ته د طالبانو د ځواب ویلو په اړه هیڅ کومه هیله نشته او لویدیځ هېوادونه په دې تړاو بې ځايه هڅې کوي.

صالح ټینګار کوي، چې افغانستان ټول شموله حکومت ته نه، بلکې ټول شموله سیاسي فضا ته اړتيا لري او د ده په ټکیو حکومت کې ټول شموله کیدل ځکه په ګټه نه دي، چې طالب حکومت د پاکستان تحت الحمایه دی او ملت پکې منزوي شوی او بنیادي ارزښتونه یې توهین شوي دي.

د‌ بې واکه شوي ولسمشر لومړي مرستيال دا هم لیکلي، چې پاکستان د طالبانو د حکومت له تمویل څخه نهیلی شوی او په همدې دليل هره ورځ د طالبانو په استازيتوب له افغان سياستوالو سره په تماس کیږي او د مذاکراتو غوښتنه ورسره کوي.

صالح په دې لیکنه کې پر ناټو سازمان نیوکه کړې، چې له افغانستان سره یې پر خپلو ټولو ژمنو پښې ايښي او دغه هېواد یې د جیوپولیټیکو سیاستونو د لوبو په نوي پړاو کې پريښی.

نوموړي په ورته وخت کې د لویدیځ او لویدیزو بنسټونو غیابت د افغانانو په ګټه یاد کړی او ویلي، چې د لویدیځوالو غیابت ټولو سیاسي لوریو ته لوبې او لارې اسانوي څو په خپلو دوديزو ورتیاوو له دې معضلې څخه د وتو لاره پیدا کړي.

 دغه افغان سياستوال د ناروې ناسته طالبانو ته د مشروعيت پیدا کولو بې ځايه هڅه بولي او ټينګار کوي، چې وسله وال مقاومت د طالبانو پر وړاندې یوازینۍ لاره ده، څو دا ډله ټاکنو ته مجبوره او د ملت غوښتنو ته تسلیمه شي.

طالبانو د نور کله په شان د امرالله صالح دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

صالح په دې لیکنه کې روسیې ته د خپل ادعا شوي سفر او ملابرادر او ملا یعقوب سره د لیدنې په اړه څه نه دي ويلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب