Homeخبرونهد ارمان لوڼي د شهادت درېيم تلين، محسن داوړ وايي چې هغه...

د ارمان لوڼي د شهادت درېيم تلين، محسن داوړ وايي چې هغه نه هېريږي

تاند: ( شنبه ، د دلوې نهمه) ‏د پاکستان تر قلمرو لاندې د شهید شوي ملتپال پښتون مبارز ارمان لوڼي د شهادت درېيم تلين پوره شو.

نوموړی درې کاله مخکې په مرموز ډول شهید شو،چې د کورنۍ تر څنګ يې مبارزو ملګرو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژلو پړه د پاکستان پر پوځ واچوله.

د نوموړي د شهادت تلین په داسې مهال نمانځل کېږي، چې د پاکستان حکومت تر اوسه هم د هغه د قاتلانو د نیولو په برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.

پښتانه ملتپال دا پېښه خپله د پاکستان د پوځ کار ګڼي او د عاملينو د نيولو غوښتنه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د فبرورۍ په دویمه د ارمان لوڼي لپاره د عدالت غوښتنې په موخه غونډه او لاريون کوي.

په دې غونډه کې به د دغه غورځنګ رهبر منظور پښتین هم ګډون او وینا ولري.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې ارمان لوڼي چارواکو ته د حقیقت ويلو جرئت درلود، د عدالت لپاره یې مبارزه کوله او په دې لاره کې یې ځان قربان کړ.

داوړ زیاتوي: هغه زموږ شهید دی، هیڅکله به یې هېر نه کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...