یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهترکېې افغانستان ته د ۷۵۰ ټنه بشري مرستې د استولو اعلان وکړ...

ترکېې افغانستان ته د ۷۵۰ ټنه بشري مرستې د استولو اعلان وکړ ‏

تاند: ( شنبه ، د دلوې نهمه) ‏ترکي رسنیو خبر ورکړی چې د ترکیې ۷۵۰ ټنه بشري مرستې چې خوراکي توکي، جامې او روغتیايي توکي په کې شامل دي، په دوو اورګاډو کې افغانستان ته ولېږدول شول.

د دوی د راپورونو په اساس، دغه مرستې به د ترکمنستان او ایران له لارې هرات ته ورسېږي.

د‌ دغې مرستې د استولو اعلان څه موده مخکې د ترکیې د سرې مياشتې ادارې مسوولینو له طالب چارواکو سره د لیدنې پر وخت کړی و.

ياد شوي هېواد تر دې مخکې هم له افغانستان سره ورته مرستې کړې وې.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره تر ۲۲ میلیونو پورې خلک فقر ځپلي او عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب