یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د پیسو پر بهرني ارزښت د توکو او خدماتو د بیو اغیز

د پیسو پر بهرني ارزښت د توکو او خدماتو د بیو اغیز

ذبیح الله جبارخیل

په یو هیواد کې د توکو او خدماتو په بیو کې تغیر هم د پیسو پر بهرني ارزښت تاثیر لري. کله چې د وطني تولیداتو بیې پورته کیږي، په خپل هیواد او هم په بهرني هیواد کې ورته تقاضا کمیږي او بهرني توکو ته په دواړو هیوادو کې د نسبي ارزانۍ په وجه تقاضا لوړیږي،په دې سره د کورني هیواد واردات زیاتیږي او صادرات یې کمیږي. د صادراتو په پرتله د وارداتو په ډېروالي سره بهرنیو پیسو ته اړتیا زیاتیږي تر څو پرې هیوادوال له بهره توکي او خدمات راونیسي چې موږ یې باید د کورنیو پیسو (افغانیو) په بدل کې واخلو. بهرنیو پیسو ته د دغسې اړتیا په زیاتوالي سره د کورنیو پیسو بهرنی ارزښت را ټیټوي.  

که د وطني تولیداتو بیې راښکته شي، په خپل هیواد او هم په بهرني هیواد کې ورته تقاضا لوړیږي او په عین وخت کې بهرنیو توکو او خدماتو ته د نسبي قیمتۍ په وجه تقاضا کمیږي نو ځکه د کورني هیواد واردات کم او صادرات زیاتیږي. د صادراتو په ډېروالي سره، په بهر کې کورنیو پیسو ته اړتیا زیاتیږي تر څو پرې بهرنیان کورني یعنې زموږ وطني تولیدات واخلي، دوی لومړی په بهرنیو پیسو د دې هیواد کورنۍ پیسې اخلي او بیا پرې وطني تولیدات اخلي. په دې سره د کورنیو پیسو بهرنی ارزښت لوړیږي. 

تولیدي او ترانسپورتي لګښتونه، په بهرنیو توکو لګیدلې تعرفې، د پیسو عرضه اوانفلاسیون، د کورنیو پیسو بهرنی ارزښت، توکو او خدماتو ته په عرضه او تقاضا کې زیاتوالی او کموالی د توکو او خدماتو په بیو کې د ټیټوالي او جګوالي سبب کیږي چې په لاندې ډول تشریح کیږي. 

تولیدي او ترانسپورتي لګښتونه:

د تولیدي او ترانسپورتي لګښتونو په زیاتوالي سره د توکو او خدماتو بیې لوړیږي او په کموالي سره یې بیې ټیټیږي. که د خامه موادو بیې ټیټې وي او د اجناسو او خدماتو تولید په عصري ماشینرۍ او موثرو طریقو صورت ونیسي، تولیدي مصارف راکمیږي او بیې یې را ټیټیږي. که د خامه موادو بیې جګې وي او د اجناسو او خدماتو تولید په زړې او ناچلې ماشینرۍ او د تاواني لارو چارو په ذریعه وشي، تولیدي لګښتونه زیاتیږي او بیې یې هم لوړیږي. 

توکو او خدماتو ته عرضه او تقاضا:

توکو او خدماتو ته د تقاضا په زیاتوالي او د عرضې په کموالي سره بیې لوړیږي او د عرضې په زیاتوالي او تقاضا په کموالي سره بیې راټیټیږي.د موسمي ذراعتي تولیداتو په وخت کې، د یادو تولیداتو عرضه زیاتیږي او بیې یې هم ټیټیږي خو په غیر موسمي وخت کې چې یاد اجناس ډېر لږ پیدا کیږي او ډېری وختونه له بهره واردیږي بیې یې ډېرې لوړېږي. ځینې وختونه بهرنیو توکو او خدماتو ته د کیفیت پر اساس یا د خلکو د مزاج او طبیعت پر بنیاد تقاضا لوړیږي، په دې وجه د صادراتو په پرتله واردات زیاتیږي چې بهرنیو پیسو ته د اړتیا د زیاتوالي او د کورنیو پیسو د بهرني ارزښت د ټیټوالي باعث کیږي. تاسو وګورئ! زموږ په هیواد کې هم د ګاونډي هیوادونو په شان ډېر پوه، مستعد او مجرب ډاکتران موجود دي خو سره له دې هم افغانان بهر ملکونو ته په تېره بیا پاکستان ته د ډېرو عادي مرضونو د معالجې لپاره هم ځي. دوی په افغان طبیبانو باور له لاسه ورکړی، ځکه کوم درمل چې ورته توصیه کیږي، دوی پرې نه جوړیږي. د درملو د سوداګرو خیانت او ګنده تجارت له یوې خوا مریضان لا پسې مریضان کړي او له بلې خوا په پوه او مجربو ډاکترانو اعتبار تمام کړي. 

که کورنیو اجناسو او خدماتو ته د کیفیت، خوند او مزاج پر بنیاد تقاضا لوړه شي، د وارداتو په پرتله صادرات زیاتیږي چې کورنیو پیسو ته د اړتیا د زیاتوالي او د کورنیو پیسو د ارزښت د لوړوالي سبب ګرځي. تاسو د وطني مڼو خوند د ګاونډي هیوادونو له مڼو سره مقایسه کړئ، و به ګورئ چې د وطني مڼو مزه زموږ د شاوخوا ملکونو په مڼو کې نشئ موندلی نو ځکه هم تاسو د خپلو وطني مڼو په شتون کې د نورو ملکونو مڼې نه اخلئ او نه یې خورئ. 

د تعرفو وضع کول:

که د کورنیو تولیداتو لپاره د داخلي بازار د پیدا کېدو په خاطر په وارداتي توکو لوړې تعرفې وضع شي، بیې یې لوړیږي، په کورني هیواد کې یې تقاضا کمیږي او بلاخره د هیواد وارداتي توکي کمیږي. په همدې وخت کې که بهرنی هیواد د کورني هیواد په پرتله تعرفې لوړې نه کړي، د کورني هیواد صادرات هم لوړیږي او د پیسو په بهرني ارزښت کې یې زیاتوالی راځي. 

که بهرنی هیواد زموږ د کورني هیواد په صادراتو تعرفې لوړې کړي، په هغه هیواد کې زموږ د وطني تولیداتو بیې لوړیږي، تقاضا ورته کمیږي، زموږ وطني صادرات کمیږي او زموږ د کورنیو پیسو بهرنی ارزښت را ټیټیږي.  

که دواړه هیوادونه یو شان په وراداتي توکو تعرفې لوړې کړي، تر منځ یې تجارت او سوداګري محدودیږي. په اوږده مهال کې محدود تجارت د دواړو هیوادونو د پیسو بهرنی ارزښت د دریمي هیواد د پیسو پر وړاندې راغورځوي.

د پیسو عرضه او انفلاسیون:

د یو هیواد اقتصادي جریان ته د زیاتو کورنیو پیسو عرضه کول د پیسو کورنی ارزښت راټیټوي چې د انفلاسیون لامل کیږي او د توکو او خدماتو د بیو د لوړوالي سبب کیږي. همداراز د هیواد له اقتصادي جریانه د کورنیو پیسو ټولول، د پیسو کورنی ارزښت زیاتوي او د توکو او خدماتو د بیو د ټیټوالي سبب کیږي. 

د پیسو بهرنی ارزښت:

که د نورو لاملونو پر اساس د کورنیو پیسو بهرنی ارزښت راغورځیدلی وي، موږ په ډېرو کورنیو پیسو کولی شو ډېر لږ بهرني توکي راونیسو.هغه توکي یا اجناس چې موږ یې د اړتیا په صورت کې له بهر ملکونو واردوو، بیې یې په دریوو لاملونو پورې تړلي، لومړی- په هماغه ملک کې د یادو توکو قیمت، دوهم- د کورنیو پیسو بهرنی ارزښت او دریم- وضع شوې تعرفې. که ضروري توکي په بل ملک کې قیمته وي او زموږ د کورنیو پیسو بهرنی ارزښت هم غورځیدلی وي ،یاد توکي هیوادوالو ته په ډېره جګه بیه تمامیږي او دا بیا بېرته د کورنیو پیسو د بهرني ارزښت له لا غورځیدو سره مرسته کوي. وګورئ له کومه وخته چې د افغانیو بهرنی ارزښت را غورځیدلی، په داخلي بازاراونو کې تقریبا د ټولو وارداتي اجناسو بیې ډېرې لوړې شوي او هیوادوال یې له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخ کړي. 

داچې زموږ ملک یو وارداتي مصرفي هیواد دی، له موسمي ذراعتي تولیداتو پرته د ذراعتي توکو په شمول تقریبا ټول اجناس له بهره واردیږي، که د پیسو بهرنی ارزښت غورځيږي، په هماغه اندازه په ښار او بازار کې د توکو او اجناسو بیې لوړیږي او که د پیسو بهرنی ارزښت لوړیږي، په هماغه اندازه د توکو او خدماتو بیې را ښکته کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب