یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان: ط د ډيورنډ کرښې په جلا کیدو موافق دي، خو بيا...

پاکستان: ط د ډيورنډ کرښې په جلا کیدو موافق دي، خو بيا هم ورته خوشبینه نه يوو

تاند: ( شنبه ، د دلوې نهمه) د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر معيد يوسف وايي، چې پر افغانستان حاکم طالبان د ډیورنډ کرښې د کټارو لګولو په اړه ورسره موافق دي.

نوموړي د پاکستان پارلمان ته ویلي، چې دوی له دې سره هم د طالبانو د واکمنۍ په اړه ډېر خوشبین نه دي.

د ډاکټر يوسف په ادعا، د افغانستان خاوره اوس هم د پاکستان په خلاف کارول کیږي.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د پاکستان پارلمان نوموړی په دې اړه ورغوښتی و، چې ولې په وروستيو کې د تحریک طالبان پاکستان فعاليتونه ډېر شوي او پاکستان ته په ګواښ بدل شوي دي.

طالب چارواکو د پاکستان د ملي امنيت سلاکار څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

3 COMMENTS

  1. معیده چه څه کری هغه به ریبی. انشاالله پنجابستان نور په ختمیدو دی.
    بلوڅان او پاکستانی طالیبان هره ورِځ د 50 څخه زیات پنجابی عسکر درڅخه وژنی ځان ورته ټینګ کړه.
    دغه د کرښی احساساتی خبری ستاسی د لیونتوب خبری دی، غواړی په دغه خبرو افغانان احساساتی او د طالیبانو په ضد راوپاروی. دغه د کرښی ارمان په ګوریستان ته یوسی.
    د طالیبانو ټولو مشرانو او کشرانو په وار وار ویلی دی چه د کرښی خبره د افغان ملت ده نه د خکومت. نه پوهیږم چه ته دا خبری بیا د کومی سناریو، دسیسی او کاذبو چلونو او دوکو لپاره کوی.
    افغانان د پنجاب دغه کاذبی کرښی نه منی. خبر اوسه زمونږ خاوره تر اټکه پوری ده او وی به. او دغه خاوره به په مناسب وخت کی خپلوو.
    هغه څوک چه دغه جالی کرښه منی هغه تاسو د اګسټ په 15 تاریخ باکستان ته په جازونو او الوتکو کی اسلام اباد ته ورسول، په یاد ولری دغه خلک افغانان نه دی او نه به وی، دغه خلک مهاجر دی لکه تاسو او ستا د کرښی ملګری پنجابیان چه د هند څخه مهاجر راغلی وای. همداسی لطیف پدرام او د هغه دکرښی ملګری دسمرقند، بخارا او تاجکسان څخه زمونږ وطن ته مهاجر راغلی دی.
    مهاجرو ته افغانان د خپل وطن په دغه خبرو کی وخت نه ورکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب