یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد‌ عباس ستانکزي ژوند لیک، د داود خان پوځي افسر او د...

د‌ عباس ستانکزي ژوند لیک، د داود خان پوځي افسر او د جميعت، اتحاد او حرکت ګوندونو غړی و

تاند: ( شنبه ، د دلوې نهمه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي نيږدې سرچينو په ټولنیزو رسنیو کې د هغه ژوند لیک خپور کړی، چې له مخې ېې هغه لومړی د برهان الدين په مشرۍ د جميعت اسلامي، بيا د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د اتحاد اسلامي او دغه راز د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي ګوندونو غړی پاتې شوی دی.

د‌ هغه په ژوند لیک کې راغلي: شیرمحمد عباس ستانکزی د مرحوم حاجي پادشاه خان زوی، په 1338هـ ش کال د لوګر ولایت د برکي برک ولسوال په عباس کلي کې زیږېدلی دی.

عباس ستانکزي ابتدایي زده کړې د خپل کلي په جومات او د کابل په عمراخان ښوونځي کې ترسره کړي او د

‏کابل حربي ښوونځي څخه فارغ شوی دی.

نوموړی د سردار محمد داود خان لخوا د نورو افغان محصلینو سره یوځای د لوړو نظامي زده کړو لپاره

هندوستان ته ولیږل شو او په 1360هـ ش کال د تعلیم له بشپړولو ورسته د شوروي اشغال پرخلاف جهاد لیکو ته ور وګرځید.

عباس ستانکزي په جمعیت اسلامي او اتحاد اسلامي ګوندونو کې ‏د نظامي استاذ په توګه دندې ترسره کړي، او په1364هـ ش کال د اتحاد اسلامي د جنوب لویدیځې حوزې نظامي آمر و.

نوموړي د قلات، د کندهارهوایي ډګر، د لښکرګاه او نورو لویو عملیاتو کې عملا برخه اخیستې او له هماغه وخته یې د ملابورجان، ملا مشر، ملا محمد رباني او نورو پخوانیو طالب مشرانو‏سره پیژندګلوي درلوده.

په1369هـ ش کال د حرکت انقلاب اسلامي ګوند د عمومي نظامي مسئول په توګه وټاکل شو او د

نجیب د حکومت تر سقوطه په همدې دنده پاتې شو.

ستانکزی د تنظیمي جګرو پر مهال په کور کښیناست، کله چې د طالبانو تحریک راپورته شو ورسره یوځای

شو.

هغه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لومړی د‏کندهار ولایت د خارجه ارتباط مرستیال و، بیا په کابل کې دبهرنیو چارو وزارت د معین او بیا د عامې روغتیا وزارت د معین په توګه دندې ترسره کړي.

د‌طالب رژيم له نسکورېدو وروسته،‌ هغه د دغې ډلې په پلوۍ بیا په نظامي او سیاسي مبارزه لاس پورې کړی، په لومړي سر کې د طالبانو د سیاسي کمیسون غړی و، بیا یې ‏مرستیال شو، د 2015م اګست څخه بیا

تر 2019م جنوري پورې د سیاسی دفتر رییس پاتي شوی.

ستانکزي له امریکا سره د طالبانو د سولې مذاکراتي ټیم مشري هم په غاړه درلوده، خو دا خبرې د سیاسي دفتر د مشر په توګه د ملا برادر له ټاکل کیدو وروسته بریالۍ شوې.

عباس ستانکزی اوس د طالبانو د رهبرۍ

شورا غړی، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال او د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم مرستیال دی.

له دې سره نوموړی د طالبانو د بهرنيو چارو وزير په توګه د مولوي امیر خان متقي له ټاکل کیدو سره څنډې ته شوی ښکاري او فعالیتونه یې ډېر کمرنګه ښکاري.

د عباس ستانکزي په اړه دا ادعا هم شته، چې د پخواني خلق دموکراتيک ګوند غړی و، خو هغه په رسمي ډول دا خبره رد يا تایید کړې نه ده.

د يادونې وړ ده، چې طالب مشران تر ډېره له دې کبله چې تعلیمي او سياسي سابقه يې ډېره کمرنګه ده، خپل ژوند لیکونه نه خپروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب