تاند: ( شنبه ، د دلوې نهمه) د هلمند چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې يو ماشوم له انسان تښوونکو څخه ژغورل شوی او ۱۰۰ تنه بنديان له بنده خوشې شوي دي.
په هلمند کې د طالبانو د والي وياند حافظ راشد هلمندي ويلي، چې پرون مازدیګر په خانشین ولسوالۍ کي اختطافګرو یو تن ماشوم وتښتاوه.
د هغه په وينا، دوی پر وخت اقدام وکړ ،د شپې ناوخته یې اختطافګر ونیول او ماشوم یې د دوی دمنګولو څخه ازاد کړ.
دغه طالب وياند په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
نوموړي په یوه بل خبر کې ویلي، چې د هلمند ولايت له مرکزي محبس څخه یو ځل بیا ۱۰۰ تنه بندیان خوشي او خپلو کورونو ته ستانه شول.
د هغه په وينا، زندانیان د نيشه یی توکیو د استعمال په تور نیول شوي وو، چې تر پینځه میاشتې بند تېرولو وروسته په ضمانت خوشې شول.
د طالبانو ولايتي وياند د دواړو دغو خبرونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.