یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+آيا موږ خپلې ماضي ته تللی شو؟

آيا موږ خپلې ماضي ته تللی شو؟

 د وخت سفر Time travel ممکن ده؟

 انجنيرامين سلطاني

د وخت/زمان اړوند چي کله د خلکو په ذهنونو کي پوښتنې او سوچونه را ولاړ سول نو لومړی مرحله يي د وخت اندازه او ناپ کول وو.

 تر ټولو لومړنۍ ساعت ځمکنۍ وو تر څو د ځمکې له لمر څخه د چورلښت د دقيقو، ساعتونو، مياشتو او کلونو اندازه ولګوي.

 اوس مهمه مسله دا وه چي وخت بايد په دقت او Accuracy سره اندازه شي او په ټوله نړي کې په يوه پيمانه جوړ او استفاده ترې وشي.

د وخت د اندازه کولو اړوند ډير تحقيقات وشول چي د کوارټس کرسټلز quarts crystals څخه هم استفاده وشوه چي کوارټس کرسټلز به د وخت تر ټولو کوچنی مايکرو حصه هم اندازه کوله.

اوس نو يوه پوښتنه د ډيرو په ذهن کي ګرځې چي آيا موږ ماضي يا مستقبل ته تللی شو؟ ددي پوښتنو د ځواب لپاره بايد يو څو بنيادي خبرو باندې پوه شو.

۱: په نړۍ کي تر ټولو لوړ رفتار او سرعت د نور ده چي په يوه ثانيه کي تر ۳ سوه زرو کيلو مترو واټن طۍ کولاي شي.

۲: موږ که چېرې په هر سرعت او رفتار سره سفر کوو نو زموږ لپاره به د وخت سرعت کميږي البته د عامو موټرو په سرعت سره يي احساس نشو کولای.

۳: موږ چي د شپې څومره ستوري وينو دا د ستورو Past ماضي ده. کوم ستوري چي وينو هغه په اصل کې هلته نه وي او بل ځاي ته رسېدلي يا هم چاوديدلي وي.

لکه څنګه چې د لمر وړانګې ځمکې ته په را رسېدو سره ۸ دقيقې وخت نيسې نو ددي نه دا ثابتیږي چي په کوم ځاي کي چي لمر وينو په اصل کي ۸ دقيقي وړاندي په هماغه ځاي کي وو، او اوس به لمر له هغه ځايه يو څه ښوريدلی او وړاندې تللی وي.

نو همداسې په اسمان کي داسې ستوري هم شته چي له لمر څخه په زرهاوو ځله لوی او سل چنده روښانه دې.

خو هغه له ځمکې څخه دومره ليرې دي چي وړانګو يي ځمکې ته رارسېدو سره کلونه کلونه مزل کړي وي او کله چي يي موږ د شپي په اسمان کي ګورو نو په اصل کي يي موږ د تيرو کلونو رارسېدلي وړانګې وينو. دا چي موږ د يوه ستوري څومره ماضي ليدلای شو دا د ستوري په واټن پورې تړلي چي له موږ څومره فاصله او واټن لري نو آيا د ځمکې ماضي ته انسان تللای شي؟

که يو څوک په داسې يوه بيړۍ کي سفر وکړي چي سرعت يي د نور له سرعت سره مساوي او له ځمکې څخه دومره واټن واخلي چي د ځمکي وړانګې پر هغه ځاي ۱۰۰ کاله وروسته ورسېږي نو بيشکه چي هغه شخص ته به د ځمکې سل کاله پخوا ماضي مالوميږي.

يا په بل عبارت که همدا اوس زموږ ځمکې ته کوم بل اسماني موجود چي د نور د سرعت په برابر سل کاله له ليري ځاي څخه په کوم تلیسکوپ کي راګوري نو بيشکه دوې ته به د ۱۰۰ کاله پخوانی افغانستان چي د غازي امان دوره وه ليدل کيږي او که چيرته په ټليسکوپ کي موږ را نيږدي Zoom کړي نو زموږ نيکونه او غور نيکونه به هم پرې وليدلاي شي چي پر ځمکه ګرځي.

نو د ځمکې په سطحه ماضي ته تګ نا ممکنه ده تر څو داسې يوه وسېله جوړه نشي تر څو سرعت يي د نور له سرعت سره برابره کړل وکړي.

1 COMMENT

  1. زه نپوهېږم چې دا تيوري به ریښتیا ثابته هم شي او که نه خو له ماسره په دې اړه ډېرې پوښتنې دي مثلاً؛
    فرض کړو يو سړي ماشين جوړ کړ، چې سرعت يې د نور له سرعت سره برابر يا زياد ده.
    هغه د يوې بلې سيارې په مرسته، د ځمکې ۱۵۰ کاله ماضي وخت ته ولاړ، او خپل مجرد نيکه سره مخ سو، او مړ يې کړ.
    ايا دغه سړی سې ټايم ټرېول يې کړی په پرېزېنټ کې به ژوندی پاتې شي؟
    دا چې ده خپل نيکه په مجردۍ کې ۱۵۰ کاله مخکې مړ کړ، نو څنګه د ده پلار پيدا سو، او څنګه دی پخپله پيدا سو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب