Homeخبرونهايراني معترضان: ط دې د کمال خان اوبه را خوشې کړي

ايراني معترضان: ط دې د کمال خان اوبه را خوشې کړي

تاند: ( جمعه ، د دلوې اتمه) ‏ په ایران کې د نیمروز ولایت پولې ته څېرمه سلګونو ایرانیانو د يوه لاريون پر مهال له طالبانو غوښتي، چې د کمال خان بند اوبه ور خوشې کړي.

د دې مظاهرې پر مهال د ایران او افغانستان ترمنځ د ابرېشم غځیدلې تجارتي لاره هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه.

دغو مظاهره چیانو ویلي، دغه لار تر هغو نه پرانیزي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له کمال خان بند څخه اوبه ورخوشې کړي نه وي.

 بل لور ته: له نیمروز ولایت څخه د هغو افغان بار وړونکو موټرو د چلوونکو اعتراض رسنیز شوی، چې له ایران څخه افغانستان ته توکي واردوي.

دوی د طالبانو ځايي چارواکو ته شکایت کړی، چې ایراني معترضینو یې د موټرو ښيښې ماتې کړي او سپکاوی ورته کړی.

ځايي طالب چارواکو دغو افغان موټر چلوونکو ته ويلي چې حق به یې واخلي.

کمال خان بند د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني له لوري تر رغونې وروسته پرانیستل شو، چې ورسره ایران ته د بهېدونکو اوبو مخه ونیول شوه.

ښاغلي غني ویلي وو، تر هغو چا ته اوبه نه خوشې کېږي، چې د اوبو په بدل کې یې افغانستان ته پیسې نه وي ورکړي.

ده ویلي که ایران غواړي چې د افغانستان له اوبو استفاده وکړي، یا دې پیسې یا هم تېل افغانستان ته ورکړي.

د جدي پر ۲۸‌مه، د ایران دولتي رسنۍ صدا وسیما په کابل کې د ایران د سفارت د مرستیال حسن مرتضوي له قوله راپور ورکړ چې طالبانو د کمال خان بند اوبه ایران ته خوشې کړي، خو طالبانو دا موضوع رد کړله.

ولسمشر غني د واکمنۍ په وروستيو کې یې طالبان له پاکستان سره پر ډیورنډ او ايران سره د افغانستان پر اوبو په پټې معاملې تورن کړي او له دوی غوښتي وو، چې په دې اړه ملت ته وضاحت ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...