یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمفتي حکيمي: د ځان خراساني ګڼلو وخت نور تېر دی، ټول افغانان...

مفتي حکيمي: د ځان خراساني ګڼلو وخت نور تېر دی، ټول افغانان یوو

تاند: ( جمعه ، د دلوې اتمه) ‏‏د طالبانو د ليکو د تصفيې د کميسيون مشر مفتي لطف الله حکیمي وايي، چې هغه وخت تللی چې ځينو خلکو به ځانونه افغانان نه، بلکې خراسانیان ګنل.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې ټول مېشت قومونه افغانان دي او نه بايد څوک د کفارو د خوشالولو لپاره افغانيت توهین او ووايي، چې افغان نه دی.

د طالبانو دغه مقام، چې په عین حال کې د دوی د دفاع وزارت سرمفتش هم دی، نه دي ويلي چې د دغسې کسانو پر وړاندې به د طالبانو د حکومت چلند څنګه وي؟

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له څه مودې راهيسې د يو شمېر ناپښتتو فاشيستي ډلو له لوري د افغانستان د ملي هويت او اتحاد پر ضد د هڅو د زیاتیدو انديښنې موجودې دي.

د شنونکو په باور، چې د تعصب خورولو دغه هڅې تر ډېره بهرنۍ ريښې لري او د افغانستان دښمنان د خپلو نفوذي کسانو په وسيله د سیاسي موخو په خاطر د خلکو تر منځ قومي او ژبني تبعيض ته لمنه وهي.

3 COMMENTS

  1. د طالبانو د ليکو د تصفيې د کميسيون مشر مفتي لطف الله حکیمي وايي، چې هغه وخت تللی چې ځينو خلکو به ځانونه افغانان نه، بلکې خراسانیان ګنل.

    ښاغلی مفتی صاحب سمه او پرځای خبره کړیده، بلی چه څوک ځانته افغان نه وای نو په پردی وطن کی څه کوی. دغه پردی وطنی غیر افغانان باید خپل راتلونکی ژوند ته بل په زړه پوری ټاټوبی پیداکړی.
    هغه افغانان چه دا وطن(افغانستان) خوښ ګڼی دا دهغو وطن دی، په وطن مین افغانان ازبک، ایماق، بلوڅ، تاجک، ترکمن، پشه یی، پښتون، نورستانی، هزاره او نور قومونه سره خواږه ورونه او ګلونه دی.

  2. مفتي صاحب ډيره په زړه پوري خبره کړي کو مه چه پخوانيو له ډاره نشوه کولاي. ټول افغانان يو او څوک چه افغا ځان نه بولي بيا د داسي ځاي ته لاړ شي چه خوښ يي وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب