یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاروپايي استازی متقي ته، د ټول شموله حکومت تعریف له نړیوالو نه،...

اروپايي استازی متقي ته، د ټول شموله حکومت تعریف له نړیوالو نه، له خپلو افغانانو وغواړئ

تاند: ( جمعه ، د دلوې اتمه) ‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلسون د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير مولوي امیر خان متقي هغو څرګندونو ته غبرګون وښود، چې نړيواله ټولنه یې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په اړه د واضح تعريف په نه درلودلو تورنه کړې وه.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي طالب وزير ته په غبرګون کې ويلي، چې د ټول شموله حکومت د څرنګوالي تعريف او وضاحت د نړيوالې ټولنې دنده نه ده.

د هغه په وينا، طالبان باید د داسې حکومت څرنګوالی له ټولو افغان نارينه او ښځينه وو سره د يوه شفافه بهیر له لارې په ګډه وکړي.

اروپايي استازي ټينګار کړی، چې په خپله برخليک ټاکلو کې ټولو افغانانو ته ونډه او حق ورکول او د دوی بشري حقونو ته درناوی د افغانستان د ستونزې په حلولو کې مرسته کولای شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په ناروې کې له اروپايي ټولنې، امريکا او یو شمېر افغانانو سره له مذاکراتو او د هغوی له لوري د ټول شموله حکومت د جوړیدو له ټینګار وروسته وويل، چې نړیواله ټولنه د ټول شموله حکومت د څرنګوالي په اړه واضح تعريف نه لري.

د متقي په وينا، د نړيوالو تعریف به له داسې حکومت څخه ممکن دا وي، چې پخواني چارواکي بيا په واک کې شامل شي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد بيا د پخوانيو چارواکو په واک کې شاملول نا ممکن ګڼلي.

طالبانو د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. اروپايي استازی متقي ته، د ټول شموله حکومت تعریف له نړیوالو نه، له خپلو افغانانو وغواړئ

    زه د یو افغان په حیث د اروپایی ټولنی څخه خواست کوم، چه که د یو کال لپاره په دا اوسنیو شرایطو کی طالیبان تاسو ته د افغانستان د ټول شموله حکومت خواست وکړی، چه راشی او دا ټول شموله حکومت په افغانستان کی تاسی جوړ کړی. دا معنی چه طالیبان درسره هیڅ غرض نلری تاسی پوه شه او افغان ملت.
    اوس د افغان ملت خواستی د اروپایی ټولنی څخه دادی.
    1 = ۹۰ فیصده کلیوالی ښځی حجاب غواړی او ۱۰ فیصده پتلون. ځکه بوقره او حجاب یی په اور سره وسوځول، اروپایی استازی په دغه ښځو کی ټول شموله حکومت څنګه جوړوی.
    ۲ = د افغانستان ۹۰ فیصده خلک دوستم نه غواړی بلکه ملا سلام حنفی غواړی. همداسی د دفاع زوړ او په فساد ککړ وزیر بسم الله خان او خالد نه غواړی بلکه ځوان قاری فصح الدین او ځوان ملا یعقوب غواړی او همداسی محقیق، خلیلی، ضاهر قدیر، ګلبدین، عطانور، زرداد، علی پور، قانونی، سیاف او منم او نه منم نه غواړی، بلکه صالح او بی فساده انسانان غواړی. اوس په دغه جنجال کی اروپایی محترم استازی ټول شموله حکومت ځرنګه جوړوی.
    ۳ = د افغانستان اوسنی عسکر او د ارګ مشران یی فقط کچالو او کله ګلپیان خوری، خو د ټول شموله پخوانی حکومت ۱۵ ډوله غوښی او نور خواړه او قیمتی میوجات غواړی او هم د ۵۰۰۰۰ ډالرو ساعتونه، ګوتمی، دریشی ګانی او نور بی ضرورته شیان غواړی. آیا په دغه خبرو ورسره راضی یاستی.
    ۴ = د امریکا څخه ۱۰ میلیارده ډالر په څه چل او راز راوباسی چه د نجونو مکتبونه او د هلکانو پوهنتونونه شروع کړی. او هم ۲۳ میلونه افغانان د فقر او بدبختی څخه بچ کړی.
    ۵ = افغانستان د اټومی ګاونډیانو لکه چین، پاکستان، ایران او د روسی حکومت چه همدا اوس یی عسکر راته په سرحداتو کی ځای پر ځای کړیدی. پدی خو هم خبر یاستی چه افغانستان په ټوله نړی کی د اټومی ګاونډیانو په مینځ کی پروت دی. ایا په دغو هیوادو مو زور رسی چه په ټولشموله حکومت کی درسره د خپلو ګټو په خاطر لانجه ونکړی.
    همداسی داعیش، د نوری دنیا سخت دریزی او په نورو هاغه دغه لانجو مو زور رسیږی چه ټول شموله حکومت جوړ کړی.

    یو خبری دی او بل عمل، که په یو هیواد ۴۵ کاله جګړه تیره شوی وی ژر تر ژره تری هر څه مه غواړی. د دی پر ځای چه د افغانستان د ورانولو، وژلو او دغه ګډوډیو غرامت ورکړی شی، او د دغه غرامت لپاره هلی ځلی وکړی شی. تاسو فقط د ټول شموله خبره ټینګه کړیده. خو پدی خبره غلی یاست چه رمونږ ۱۰ میلیارده ډالر، د غرامت په ډول ۷ تریلونه ډالر چه زمونږ مسلم حق دی او هم مو په رسمیت نه پیژنی. کیدایشی دا ډار درسره وی چه افغانان ملل متحد ته عریظه ونکړی چه زمونږ د وژلو او هیواد ورانولو ۷ تریلونه ډالر راکړی. ځکه تاسی دا فکر کوی که افغان اوسنی حکومت په رسمیت وپیژنو نو هم ۱۰ میلیارده ډالر را څخه ځی او هم د غرامت ۷ تریلونه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب