یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeټولنیزد کتاب ټاکنه/ عزیز انیس

د کتاب ټاکنه/ عزیز انیس

     د یوویشتمې پېړۍ هر ځوان په دې پوهېږي چې کتاب لوستل ګټور کار دی؛ نو دا ځوانان بیا ولې کتاب نه لولې؟ د دې یو مهم علت دا دی چې دوی له کتاب لوستلو خوند نشي اخیستلی. له کتابه خوند هغه وخت اخیستل کېدی شي چې په ذوق برابر کتاب وټاکو.

     هسې خو دا خبره مشهوره ده چې (هر کتاب په یو ځل لوستلو ارزي)، خو ماته مې هغه پیسې په داو/ جوارۍ بایللې ښکاري چې په کمزوري کتاب مې ورکړې او یا مې ورباندې د ذوق او غوښتنو سره سم کتاب نه دی اخیستی. له پیسو ورهاخوا مې وخت هم په دې کتابونو بې ځایه مصرف کړی. تر دې دواړو مهمه دا چې د بل کتاب له لوستلو یې غورځولی یم، هغه تنده او تلوسه چې د کتاب لوستلو لپاره مې درلودله، ختمه شوې. زه چې کله یو ښه او په ذوق برابر کتاب ولولم، نو د بل کتاب لوستلو ته مې ډېره تلوسه وي، خو کله چې یو خراب یا د ذوق او غوښتنو خلاف کتاب ولولم، نو د بل کتاب لوستلو ته مې هېڅ له وسه نه کېږي.

     کله چې کتاب د لوستلو لپاره ټاکو، نو لومړی یې سریزه لوستل اړین دي، سریزه موږ ته دا مالومات راکوي چې په کتاب کې په کومو موضوعاتو بحث شوی. د کتاب په منځپانګې د پوهېدو لپاره له سریزې سره سره لیکلړ هم له موږ سره مرسته کوي او همدارنګه د ډېری کتابونو په پښتۍ باندې هم هغه موضوعات لیکل شوي وي چې د کتاب په داخل کې ورباندې بحث شوی.

    که موږ د کتابونو په بازار کې بلد واوسو، نو د کتاب لیکوال هم د کتاب په پېژندلو کې راسره مرسته کوي. که د لیکوال له نثر، فکر او ايډیالوژي څخه مو مالومات درلودل، نو پوهېږو چې د لیکوال لخوا پنځول شوی کتاب به څه ډول کتاب وي؟ ایا لوستل به یې زموږ لپاره ګټور او خوندور وي او که نه؟

     خبره دا نه ده چې تاسو ته مطالعه خوند نه درکوي، بلکې خبره دا ده چې تر اوسه مو د خوښې کتابونه نه دي پیدا کړي او په دې نه یاست توانېدلي چې د خپلې مطالعې ساحه او لار مو وټاکئ. که مو د مطالعې ساحه او لاره مالومه کړه او د کتاب ټاکنه مو زده کړه، نو تاسو به په دوامداره توګه هره ورځ لوستل وکړئ.

۱۴۰۰/۱۱/۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب