یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په افغانستان کي د امریکا یوه موخه

په افغانستان کي د امریکا یوه موخه

لیکنه : ناصر میاخیل

د افغانسان وروستیو سیاسي تحولاتو، شلکلن سیاسي نظام او د نړیوالو همکاریو او کړونو ته په کتلو سره ویلی شو، چې دا هېواد د ځينو لویو هېوادونو چې سر کې د امریکا متحده ایالات وه اسفتاده کېده.

په تېرو شلو کلونو کې دې هېواد ته د مرستو او همکاریو په نامه په میلیاردو ډالر راغلل، خو د کارونې او استفادي هيڅ څرک یې نه لیدل کیږي او نه ولیدل شو، افغانسان په لوی لاس د د نیابتي جګړو په مرکز بدل شو، ددې ټولو منفي کړونو تر شا د امریکې پټه پالیسي وه. 

امریکا او ددوی ځينې متحدین د منځنۍ اسیا د یوالي او چټک اقتصادي پرمختګ د مخنیوي لپاره له هرې شونې لارې استفاده کول/ کوي، دوی هیڅکله یو با امنه او سولیز افغانستان نه غوښت، ددوی ګټې او  لاسته راوړنې په ګډوډيو کې وې، دا چې لوبي تغیر وخوړ او ددوی د هیلو خلاف افغان طالبانو دوامداره مقاومت وکړ او په هیڅ حالاتو کې ماتې او سرټیټۍ ته چمتو نه شول، دلته امریکا محتده ایالاتونو د بل پلان پلې کېدا هڅي پیل کړې ، چې د افغانسان اړیکې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خرابې او سیاسي ګډوډی را منځته کړي. 

متحده ایالاتو غوښتله د افغانسان په شمالي ولایتونو کې د داعش ترورستي ډله ځای پر ځای کړي او له دې  لارې د افغانسان شمالي هېوادونو او حتی روسي ته کوتڅنډنه وکړي، ددې هڅه یې ډېره وکړه تر ډېره په دې پلان کې بریالي هم شوه، خو دا چي طالبانو په افغانستان کې د داعش ډلې د مخینوي لپاره جګړه ایزه مبارزه پیل کړه او په هره سیمه کې ددوی د شومو موخو نیونکي شوه. 

د کره معلوماتو پر بنسټ امریکا د داعش ډلې ملاتړ کاوه او په ډېریو سیمو کې ددوی د جنګي الوتکو په واسطه داعش جنګیالي انتقالیده او په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای کیده؛ دې پلان کي هم دوی ناکامه شوه او د داعش پروژه کمزورې او د له منځه تللو په حال کې ده؛ اوسنيو شرایطو کي که یوه اندازه فعالیت کوي امریکايي او ځيني نړیوالي بهرنۍ رسنۍ تر حد زیات تبلیغ ورته کوي او غواړي یو ځل بیا د افغانستان او شمالي ګاونډیانو تر منځ اړیکي خرابي او ددوی تر منځ ژور درز را منځته کړي. 

د افغانستان جمهوري نظام د سقوط وروستیو ورځو کې د افغانستان یو شمېره الوتکي اوزبکستان او تاجکستان ته د یو منظم پلان له مخې وتښتول شوې او یو شمېر نظامي الوتکې او ضد مرمۍ موټران کابل هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو له لوري ویجیاړ او له کاره ولوېدل.

هغه الوتکې چې د وخت دولتي چارواکو او امریکايي مسولینو په مشوره ګاونډیو هېوادونو ته انتقال شوې، موخه دا وه، چي د طالبانو او شمالي ګاونډيو هېوادونو تر منځ جګړې او سختو بدو شرایطو ته زمینه برابره کړي،خو دا پلان یې هم د ناکامه کېدو په حال کي دی.

د افغانستان اوسنی دولت هڅه کوي دا موضوع د ډيپلوماټیکو لارو حل کړي او کوښښ دا دی، چي له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره اړیکه بهتره کړي. 

په وروستیو شلو کلونو کې دا جوته سوه، چي امریکا او ددوی متحدین د خپلو خاصو موخو لپاره دې هېواد ته راغلي وه، په ټوله کې ددوی موخه دا وه، چې له افغانستان نه د منځنۍ اسیا د چټک اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي او ددې هېوادونو تر منځ اقتصادي او سیاسي ګډوډي را منځته کړي. 

دا چې امریکې ته ولي منځنۍ اسیا مهمه ده څو ټکو ته اشاره کوو: 

د منځنۍ آسیا ساحه د نفتو او ګازو غني ذخیرې لري او دا ذخیرې کولی شي د چین د راتلونکو کلونو د انرژۍ تقاضا تر ډېره ورپوره کړي او د امریکا متحده ایالات چې د چین د اقتصادي ودې د مهار هڅه کوي، په هر قیمت غواړي چې پر یادو ساحو نفوذ ولري.

د شانګهای د همکاریو سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې رامنځته شو او د جوړېدو اصلي هدف یې د سیمې امنیتي مسایلو ته رسېدنه وه؛ مګر په وروستیو څو کلونو کې د یاد سازمان موخو تغییر کړی او د یاد سازمان اوسنۍ کړنې پر اقتصاد او سیمه ییزه راکړه ورکړه څرخي او دې چارې چین ته زمینه برابره کړې چې منځنۍ آسیا د خپلو تولیداتو لپاره بازار وګرځوي. همدارنګه د شانګهای همکاریو سازمان یوازینی سازمان دی، چې امریکا یې په راتلونکي کې د خپل ځان او اقتصاد پر وړاندې لوی خطر ګڼي او د یاد سازمان غړي خصوصاً چین او روسیه هم هڅه کوي چې د یاد سازمان  تشکیل ته سیمه ییز هیوادونه را جذب کړي.

پر منځنۍ اسیا کنټرول امریکا ته توان ورکوي چې د روسیې د سیمه ییزو اتحادونو مخه ډب کړي، لکه د (Commonwealth of Independent State) اتحاد چې د منځنۍ اسیا هیوادونه یې برخه دي او د دوی حضور په سیمه کې کولی شي چې روسیه له نوموړو هیوادونو جدا وساتي.

– په سیمه کې د امریکا حضور د دې باعث ګرځي چې روسیه په خپلو جنوبي سرحدونو کې د عدم امنیت او نا ارامۍ احساس وکړي او د اوکراین او ناروې تر څنګ یې له یو بل لوري هم تر تهدید لاندې وساتي. همدارنګه په منځنۍ اسیا کې د دوی حضور په دې مانا دی، چې دوی خپل جیوپولیټیک سرحدونو ته د روسیې له جغرافیايي سرحدونو سره تطابق ورکړي.

1 COMMENT

  1. افغانان هغه دتبر مشرانو خبره باید ښه په یاد ولری چه شغالان دلیوه ملګری دی.
    مونږ ته خیرس لیوه سوی وو او لیوه شغال سوی وو بیا دپرون شغال بیرته لیوه سوی او خیرس شغال سوی وو.
    افغانستان باید د روس او انګلوساکسنانو په شرارتو پوه سی. خدای دی وکړی چه دانګلوساکسن دښمنی یی بیرته دخیرسانو وپنجو ته ونرسوی.
    اوس هر ګیدړ او شغال خیرس او لیوان دټولشموله، دعدم امنیت، بشری حقوقو او نورو پلمو ترشا ددښمنی او جنګ سنګرونه جوړه وی. ددی ددښمنانو په غوړه مالی باندی مونږ باید پوه سو. داسی قراردادونه ونسی چی هغه دافغانستان دغلامی طوق سی.
    هیله ده باخبره او باتحلیله خبره ګان دهر نوی بدلون په وخت دخپل ملی خبرپاڼو او نورو خبری بنسټونو نه دهغه په هکله دښیګړو، خطرو او حلونو په هکله کامل معلومات خپاره کړی ترځو دطالبانو دضدیت په افراط کی افغانستان ونه بایلل سی. زه فکر کوم دا به دخبره خلکو ملی دنده وی او په توګه به آداء کړی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب